د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د روسیې پر ضد نوي بندیزونه اعلان کړل


د امریکا ولسمشر بارک اوباما پر روسیې باندي ددغه هېواد د هغه اقدام په خاطر چي کریمیا یې د خپلې خاورې سره یوځای کړه، نوي بندیزونه اعلان کړل.

ښاغلي اوباما چي نن د سپینې ماڼۍ څخه خبري کولې و یې ویل چې هغه د روسیې په تورې بحیرې کي د نور اشخاصو پرضد هم بندیزونه لګولي دي. د دې نه وړاندي د امریکا متحده ایالاتو د کریملېن د ماڼۍ پر هغو ۲۱ کسانو باندي بندیزونه ولګول چي د اوکراین پرضد په اقدام کي یې لاس درلودی.


ولسمشر اوباما وویل چې هغه پر دې باندي غور کوي چې د اشخاصو ترڅنګ د روسیې پر اقتصاد باندي هم په مستقیمه توګه بندیزونه ولګوي.

ښاغلي اوباما وویل چي هغه د کریمیا د وضیعت په هکله ډیر خواشینی دی او د اروپايي اتحاد د ملګرو هېوادونو سره یوځای کار کوي چي د روسیې اقداماتو ته په ګډه ځواب وړاندي کړي.

اروپايي اتحاد د روسیې پرضد د نورو بندیزونه دپاره آماده ګي نیسي ځکه دغه هېواد د کریمیا سیمه د روسیې سره یوځای کړه.

د جرمني لومړۍ وزیره انګلا میرکل د پنچشنبې په ورځ ددغه هېواد پارلمان ته وویل چي اروپايي اتحاد دې ته چمتو دی چې په دریمې درجې اقدماتو باندي لاس پوري کړي چي په کښي به د وضعې د خرابوالي سره اقتصادي بندیزونه هم شامل وي.

اروپايي اتحاد هم د بندیزونه دپاره آماده ګي نیسي


اروپايي اتحاد د مخه لا پر هغو روسي چارواکو باندي بندیزونه لګولي دي چي د کریمیا په برید کي مسول ګڼل کېږي. په بندیزونه کي د دوي د شتمنیو کنګېدل او پر سفرونو یې بندیز شامل دی.


د چارشنبې په ورځ ماسکو د کریمیې د سیمه ایزو چارواکو سره یو معاهده لاس لیک کړه او په لړ کي یې کریمیا د روسیې برخه سوه. دغه سیمه د یوه ریفورینډم په ترڅ کي د اوکراین څخه جلا شوه او د روسیې سره یوځای شوه. امریکا او اروپايي اتحاد دغه ریفوریندم غیری قانوني وګنی.

د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا میرکل وویل چې د اتو بډایه هېوادونو غونډې تر هغه وخت پوري ځنډول شوي دي چي د روسیې سره ډیپلوماتیکي ستونزې پای ته نه وي رسېدلي. روسیه د جي اته فاریوم غړی هېواد دی. په دې فاریوم کي بریتانیه، کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان او د امریکا متحده ایالات غړیتوب لري.


ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي باندي کي مون به نن د پنجشنبې په ورځ په ماسکو کي د روسیې د ولسمشر ویلادمیر پوتین او د باندنیو چارو د وزیر سرګي لاروف سره وګوري. دغه راز سباح د جمعې په ورځ به ښاغلی بانکي مون د اوکراین د ولسمشر ترچینوف او لومړي وزیر ارسیني یتسینوک سره په کیف کي وګوري.
XS
SM
MD
LG