د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د غریبو ملکونو سره د مالي مرستې پرځای، د هغوی اقتصادي رشد مهم دی


د آمریکا جمهور ریْس بارک اوباما ددغه ملک یو نوی نړیوال پراختیايي پلان اعلان کړ چې تمرکز به یې د مالي او خوراکي مرستو د امتیازاتو پرځای پر اقتصادي رشد وي. جمهور ریْس د ملګرو ملتونو د زرمې پرمختیايي اهدافو په درې ورځنۍ عمومي غونډه کې دغه څرګندونې وکړې.

متن: جمهور ریْس بارک اوباما دا په واضیح الفاظو وویل چې د آمریکا متحده ایالات د خپل نقش نه، د نړۍ د تر ټولو غټ مرسته کونکي هیواد په توګه سترګي نه پټوي چې د طبیعي ناورینونو پر وخت د ملکونو سره مرسته وکړي چې پاکستان او هیتي یې بیلګه ده.

خو جمهور ریْس وویل چې د آمریکا د بهرنیو مرستو پروګرام به پر هغو ملکونو باندي تمرکز کوي چې عاید یې کښته وي ترڅو مرسته ورسره وکړي چې د غربت د حالت نه راووځي او د سوکالۍ پرخوا مزل وکړي.

جمهور ریْس اوباما داسي وویل: ،،زمونږ تمرکز په لنډ مهاله کې د خلګو ژوند ژغورلی دی خو په اوږمهاله کې یې د هغو ټولنو د حالت په ښه کولو کې مرسته نه ده کړې کوم چې مرستو ته ضرورت لري. هغه په میلیونو خلګ په نظر کې ونیسیْ چې د خوراکي موادو پر مرستې یې د څو لسیزو دپاره تکیه کړې ده. دا پرمختګ نه دی بلکې یو ډول تکیه ده او احتیاج دی او یوه دایره ده چې مونږ یې باید ماته کړو.،،

د جمهور ریْس اوباما دغه پلان د پخواني جمهور ریْس جورج بوش د ځینو نوښتونو سره هم سمون خوري چې د هغه د (ملینیم چلینج ګرنتس) یا زرمې اهدافو بودیجه ته اشاره کولای شو چې هدف یې د هغو ملکونو سره مرسته وه چې خودمختارۍ او ښه حکومتدارۍ ته ژمن وو.

جمهور ریْس اوباما دغه مدغم شوی پلان د چارشنبې په ورځ لاس لیک کړ.

په دې پلان کې راغلي چې د نړۍ په خوارو او غریبو ملکونو کې پرمختګ د آمریکا ملي امنیت ته حیاتي او ډیر ضروري دی.

جمهور ریْس اوباما د خپلې دغې پالیسۍ نه په داسي حال کې چي په آمریکا کې اقتصادي ستونزې راغلي دفاع وکړه. جمهور ریْس زیاته کړه چې په غریبو ملکونو کې پرمختګ کولای شي چې د آمریکایانو په شمول د خلګو ګټې تر خپلو سرحداتو واړوي.

جمهور ریْس داسي وویل: ،،کله چې په میلیونو پلرونه ونشي کړای چې د خپلو کورنیو دپاره نفقه برابره کړي نو دا کار یو ډول حالت رامنځ ته کوي چې په لړ کې یې تاوتریخوالي او تشدد ته لمن وهل کېږي. کله چې یوه ناروغي چک او کنټرول نشي نو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په میلیونو کسان په اخته کېږي. نو راځي چې پخوانۍ نظریې شاته پرېږدو چې وايي پرمختیايي چارې د خیریه کارونو کول دي. دا زمونږ په ګټه نه ده،،.

جمهور ریْس اوباما زیاته کړه چې ددغې نوې تګلارې په ترڅ کې به هڅه وشي چې تجارتي خنډونه لیري شي او د حکومتونو د اداري فساد سره مبارزه وشي .

د یادونې وړ ده چې ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې یو مشترک ریپوټ وړاندي شو چې د زرمې پرمختیايي اهدافو د پرمختګ په اړه و. دغه اهداف د نړیوالې ټولنې له خوا لس کاله مخکي وټاکل شول.

خو د آمریکا په ګډون د نړۍ زیات شمیر پرمختللي هیوادونه په دې ونه توانیدل چې په دې برخه کې خپل هدف ته ورسېږي او د خپل داخلي ملي عوایدو د یوه فیصده له جملې ۷۰ په سلو کې پرمختیايي مرستو ته ځانګړي کړي.

د چارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د څلویښت ملیاردو ډالرو یوه نړیواله تګلاره اعلان کړه چې د ماشومانو او میندو پر روغتیا باندي تمرکز کوي چې دا د زرمې پرمختیايي اهدافو له جملې نه هغه هدف دی چې په کښي تر ټولو سوکه پرمختګ کېږي. هدف دا دی چې تر راتلونکو ۵ کلونو پوري د ۱۶ میلیونو میندو او ماشومانو ژوند وژغورل شي.

XS
SM
MD
LG