د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: افغانانو ته د امنیت مسولیت سپارل بل کال پیلیږي


اوباما: افغانانو ته د امنیت مسولیت سپارل بل کال پیلیږي
اوباما: افغانانو ته د امنیت مسولیت سپارل بل کال پیلیږي

دامریکا جمهوررئیس براک اوباما وعده کړیده چی دامریکا دامنیتی وظیفو سپارل به په افغانستان کی د راتلونکي کال داگست په میاشت کی افغان چارواکیو ته پیل کاندی؛ خو هغه له افغانستان څخه دامریکا د عسکرو دراوتلو لپاره کومه نیټه ونه ټاکله.

ښاغلی اوباما په هغه تلویزیونی مرکه کی چی د سه شنبی په شپه له سپینی مآڼی نه خپره شوه، وویل چی دی به د راتلونکي کال داگست په میاشت کی افغانانو ته د مسوولیت ورسپارل پیل کاندی.

هغه وویل چی په افغانستان کی به دامریکا د عسکرو د کمښت پر مسله، دهغه وخت له شرایطؤ سره سمه فیصله وشی.

په هغه وینا کی چی جمهوررئیس په عراق کی د جگړی د عملیاتو د پای اعلان کاوه، هغه وویل چی په عراق کی دعسکرو د کموالي له امله هغه ضروری منابع زموږ لاسته راوستلی چی په افغانستان کی پری تهاجمی بریدونه وکړلی شو.

براک اوباما وویل چی دامریکا سل زره عسکر په افغانستان کی ددی لپاره جگړه کوي چی د طالبانو د جگړی زور اوحرکت مات کړي؛ ځکه هغوی کوشش کوي چی په افغانستان کی هغه حکومت راچپه کړی چی ناټو یی ملاتړ کوي.

ښاغلي اوباما وویل چی دا قواوی به دیوه محدود

وخت لپاره هلته وي. امریکا به ددی لپاره افغانانوته دامنیتی مسوولیتونو ورسپارل پیل کاندی چی هغه جنگ چی پای یی نه وي معلوم، هغه دامریکا اوافغانانو په گټه ندی.

د امریکا د جمهوری خواه گوند مشر جان بوینر وویل دی په افغانستان کی د یاغیانو ضد ستراتیژۍ ملاتړ کوي، خو هغه جمهوررئیس اوباما دیته وهڅاوه چی په دی لاره کی نور گامونه هم پورته کړي چی ددغی ستراتیژۍ کامیابي یی یقینی کړی شي.

د امریکا په پارلیمان کی د جمهوري گوند غړي وايي چی دانتخاباتو د وخت دوعدوپوره کول په افغانستان او عرا ق کی دهغوی په وینا داخطر لري چی د غه ماموریت ته د مصنوعی کامیابي جامه ور واغوستل شی او له وخت نه مخکی دعسکرو را ایستلو سره چی کومی نیټی تړاو لري هغه باید هلته په شرایطؤ پوری اړه ولري.

نور تفصیل :

بل خوا، د برتانیې د صدر اعظم مرستیال نېک کلېگ د سه شنبی په ورځ وویل چې د ناټو قواوې په بریالېتوب هڅې کوي چې له افغانستان سره مرسته وکړي چې د خپلو چارو مسوولیت په غاړه واخلي.

هغه د هلمند ولایت ته سفر کړی و اوهلته یې د برتانیې له عسکرو سره وکتل.

نېک کلېگ په همدې اړه خبرې کولی او دهغه څه ستاینه یې وکړله چې دی ورته په افغانستان کې د نظامي مبارزې بدلون وايي.

هغه اوسني حالات له هغو حالاتو سره پرتله کړل چې ده دوه کاله مخکې په افغانستان کې د خپل سفر په ترڅ کې لېدلي وو.

XS
SM
MD
LG