د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا اقتصادي منزلت راټیټېدو اندېښنې پیدا کړي


د امریکا اقتصادي منزلت راټیټېدو اندېښنې پیدا کړي

د امریکا اقتصادي منزلت راټیټېدو اندېښنې پیدا کړي

جمهور رئیس براک اوباما پرون په شمالي ویرجینیا کې یوې غونډې ته خپل پلان بیان کړ چې غواړي د امریکا د پورونو د راکمولو لپاره لګښت کم کړي‫. جمهور رئیس وویل،‌ که دا کار ونشي د جدي اقتصادي تاوان سبب کیدای شي، خو هیله یې وښوده چې دواړه سیاسي ګوندونه به د لګښتونو د لومړیتوبونو د معلومولو پر سر سلا شي.

په عین وخت کې د اقتصادي وضعې د څار یوې ادارې خبرداری ورکړی چې که د امریکا د کانګرس غړي جدي اقدام ونکړي کیدای شي د امریکا د لوړ اقتصادي منزلت درجه راکمه شي.

په داسې حال کې چې د ټولې نړۍ سترګې امریکا ته دې چې د نړۍ دغه ستر اقتصادي هیواد به څنګه وکولای شي خپل اقتصادي نظم برحال کړي، جمهور رئیس اوباما د ګډو مسئولیتونو خبره کړې ده‫ او د ملک پر دواړو ګوندونو یې غږ کړی چې خپل ایډیالوژیک اختلافات یو خوا پرېږدي او د ملک د بودیجې د زیاتېدونکي کسر چاره وکړي. ‬

براک اوباما، د امریکا جمهور رئیس: ‫((‬دیموکراتان او جمهوري غوښتونکي دواړه موافق دي چې موږ باید د بودیجې کسر راکم کړو‫.‬ په اصل کې،‌ دا عمومي توافق موجود دی چې باید په منځنۍ دوره کې څلور تریلیون ډالر لګښت راکم کړل شي‫.‬ او کله چې په واشنګټن کې داسې موافقه کیږي دا یو ښه زیری دی‫))‬

خو ډیر خلک ځکه خوشبین نه دي چې د امریکا د بودیجې کسر ۱۴ تریلیون ډالرو ته رسیږي او لا هم د زیاتېدو په حال کې دی‫.‬‌ د دوشنبې په ورځ د سټنډرډ‌ اینډ پووز په نامه د اقتصادې حالت د ارزیابئ او څار ادارې د امریکا د اقتصادي حالت درجه له باثبات څخه منفي ته راټیټه کړه‫ چې له دې سره د امریکا او اروپا د ونډو بازارونه راولوېدول.‌ ‬

ډیویډ بېیرز‬، ‬سټنډرډ‌ اینډ پووز: ((‬د منفي درجې علت دا دی چې د هغه څه برعکس چې موږ فکر کوو، د حکومت پورونه مخ په لوړه روان دي‫.‬ فکر کوم دا موږ ته نده معلومه چې کانګرس یا حکومت به وکولای شي چې په راتلونکو دوو میاشتو کې یا د راتلونکي کال د انتخاباتو تر وخته پورې وکولای شي چې یوې پریکړې ته ورسیږي‫))‬

جمهوري غوښتونکي وايي په آینده یوه لسیزه کې دې ۶ تریلیون ډالره راکم کړل شي او وايي‌ حکومت باید د عامې روغتیا او نورو ټولنیزو پروګرامونو په برخه کې لګښت راکم کړي‫، خو جمهور رئیس اوباما بیا په مختلفو برخو کې د لګښتونو د راکمولو او پر شتمنو خلکو باندې د مالیې د لوړولو پیشنهاد کړی دی.‌‬

ددغو اختلافاتو سره سره،‌ د سپینې ماڼۍ ویاند،‌ جې کارني وايي دواړه خواوې به د ملي ارزښتونو پر مسئله باند موافقې ته ورسیږي. ‬

جې کارني، د سپینې ماڼۍ ویاند‌: ((موږ فکر کوو چې سیاسي بهیر به له هغه څه بهتر عمل وکړي چې ایس اینډ‌ پي یې وايي. جمهور رئیس ژمن دی، او دا خبره یې د چهارشنبې په ورځ کړه چې د ګوندونو د توافق پر بنیاد به د مالي اصلاحاتو ددغې مهمې مسئلې چاره کوي))‌‬

څېړونکي وايي، که دا کار ونشي جدي عواقب به ولري‫.‬‌ محمد الاریان د پیمکو د نړیوالې پانګه اچونې د ادارې مشر دی‫.‬

محمد الاریان، د پیمکو د نړیوالې پانګه اچونې د ادارې مشر: ((‬که د امریکا د درې اې اقتصادي منزلت راکم شي دا به د هر ‫چا لپاره د پورونو د اخیستلو قیمت لوړ کړي.‌‬ د ډالرو ارزښت به راولویږي او نوره نړۍ به دې ته زړه نه ښه کوي چې زموږ په کښته روانه سرمایه وساتي‫.‬‌ ځکه نو پر هر چا به دا کار منفي اثر ولري‫))‬

خو اولیور روت، د جرمني د کلوز سیډلر بانک کارکوونکی وايي،‌ د اقتصادي درجې راټیټېدل به د امریکا د کانګرس غړي اړباسي چې مشترک کار وکړي‫.‬‌

اولیور روت، د جرمني د کلوز سیډلر بانک کارکوونکی: ((‬فکر نه کوم چې د امریکا اقتصادي درجه وار له مخه راټیټه شوې وي، خو هغه څه چې ایس اینډ پي پرون وویل امریکا ته یو زیړ کارت وو او حکومت اوس باید دا پریکړه وکړي چې غواړي دا حالت پیښ شي او که د پورونه وضعه بدلوي‫))‬

د امریکا حکومت وايي ‌پلان لري په دې کال کې یونیم تریلیون د بودیجې کسر قابو کړي د ایس اینډ پي اداره وايي که دا ونشي امکان لري چې امریکا په آینده دوو کلونو کې خپل د درې اې اقتصادي درجه وبایلي‫.

XS
SM
MD
LG