د لاس رسي وړ اتصالات

د ګوند له خوا د کاندیدۍ د منلو وروسته اوباما خپل کمپاین پیل کړ


د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن د جمعې په ورځ وروسته له هغه نه چې د ډیموکرات ګوند له خوا یې د ولسمشرۍ دپاره کاندیدېدل ومنل، درې ورځنی کمپاین پیل کړ.

ولسمشر اوباما او جمهوري غوښتونکی سیال یې میت رامني به نن د جمعې په ورځ په آیوا او نیو همپشیر کې چې د نومبر د میاشتې د انتخاباتو لپاره کلیدي ایالتونو دي، انتخاباتي کمپاین وکړي.

پرون د پنجشنبې په ورځ ښاغلي اوباما د شمالي کرولینا د چارولېت په ښار کې د ډیموکرات ګوند ملي کنوانسیون کې خپلو پلویانو ته وویل چې دوي د نومبر په انتخاباتو کې د یوه ډیر واضیح انتخاب سره مخامخ دي او دغه انتخاب به داسي وي چې دوي د دوو بیلابیلو استقامتونو څخه یو انتخاب کړي.

ښاغلي اوباما د امریکایانو څخه وغوښتل چې د هغه د هغو اهدافو څخه دي ملاتړ وکړي چې د تولید، انرژۍ، تعلیم او تربیې، ملي امنیت او د بودیجې د کسر د کمولو په برخه کې یې لري. ښاغلي اوباما وویل چې دغه اهدف به نوي وظیفې او نوي فرصتونو برابر کړي چې یو غیښتلی اقتصاد رامنځ ته شي چې قوي بنسټ ولري.

د ښاغلي رامني کمپاین ویلي دي چې دوي به نن د جمعې په ورځ ۱۵ نوي تلویزوني اعلانونو خپاره کړي چې د اقتصاد په هکله دي.
XS
SM
MD
LG