د لاس رسي وړ اتصالات

څیړونکي: د اوباما د پلان په وړاندې د امریکایانو غبرګون


څیړونکي: د اوباما د پلان په وړاندې د امریکایانو غبرګون

څیړونکي: د اوباما د پلان په وړاندې د امریکایانو غبرګون

څېړونکي په دې نظر دي چې د افغانستان نه د امریکايي عسکرو د رایستلو لپاره د جمهور رییس اوباما پلان په امریکا کې ددغه لس کلن جنګ په باب د امریکایانو د دوو مختلفو سوچونو او طرز تفکر په منځنۍ برخه کې واقع دی.

ځینو امریکايي پوځي قوماندانانو ته چې نه غواړي چې په چټکئ سره عسکر د افغانستان نه راویستل شي، د اوباما پلان ګړندی بریښي، خو د هغو امریکایانو په نظر چې د جنګ نه نور ستړي شوي دي دا پلان ډیر سوکه او بطي دی، .

جمهور رييس اوباما مجبور و چې د دواړو خواوو غوښتنې په پام کې ونیسي.

د امریکا د پوځ قوماندانان په دې باور دي که په ډیرې چټکئ د افغانستان نه عسکر راویستل شي نو ددې خطر شته چې په جنګ کې تر لاسه شوي بریالیتوبونه ضایع شي.

خو د امریکایانو د عامه افکارو د معلومولو یوه تازه سروې چې په روانه هفته کې خپره شوې ده او د خلکو نظر یې معلوم کړی، ښيي چې په سلو کې ٥٩ امریکایان اوس زر تر زره د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو رایستل غواړي.

د امریکا په کانګرس کې د کانګرس د جمهوري ګوند محافظه کاران او د دیموکرات ګوند آزاد خیالي غړي دواړه د ښاغلي اوباما د پلان سره مخالفت ښکاره کوي.

زیاتره دیموکراتان د افغانستان د جنګ د جاري ساتلو سره کلک مخالفت لري او ښاغلي اوباما هم په خپله وینا کې د افغانستان حکومت ته خبردارئ ورکړ چې امریکايي عسکر د هغه په قول نه شي کولای چې د تل لپاره د افغانستان په کوڅو او غرونو کې ګزمې وکړي.

XS
SM
MD
LG