د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما امریکا ته د کډوالو د راوستلو شمیر زیاتوي


اخر ځل د بل کلنتن د جمهوري ریاست په دوران کې امریکا ډیر کډوال منلي وو
اخر ځل د بل کلنتن د جمهوري ریاست په دوران کې امریکا ډیر کډوال منلي وو

امریکا ته د کډوالو د راتگ شمیر به د ټاکل شوي ابتدایي هدف نه لس زره ډیر وي او د سږکال په پرتله به دریش سلنه لوړ وي.

رسنیو خبر ورکړ چې د کډوالو د ځای پر ځای کولو پلان د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د سه شنبې په ورځ د کانګرس او سنا مجلس د عدلیي چارو کمیټې غړو ته د بندو دروازو ترشا مطرح کړ.

د وروستي ځل لپاره چې متحده ایالاتو د کډوالو د منلو شمیر د اوباما په څیر زیات کړ هغه په کال ١٩٩٥ کې د بل کلنتن د جمهوري ریاست په دوران کې و کله چې بل کلنتن موافقه وکړه چې ١١٢ زره کډوال به ومني.

متحده ایالات په ٢٠١٥ مالي کال کې یوازې ٧٠ زره کډوال ومنل.

دا راپور د پولیټیکو رسنۍ ترلاسه کړی او وایي ښاغلی اوباما غواړي په مشخصه توګه سږکال امریکا ته ډیر سوريايي مهاجر راولي.

جمهور رئیس اوباما به راتلونکې اونۍ د ملګروملتونو په کلنۍ عمومي غونډې کې د کډوالو په کنفرانس کې خپل دا پلان په رسمي توگه اعلان کړي.

اروپا کې کډوال

په فرانسې کې پراته افغان کډوال
په فرانسې کې پراته افغان کډوال

دا په داسې حال کې ده چې ملگري ملتونه په نړیوالو غږ کړی چې اروپا کې د کډوالو ادغام ته پاملرنه وکړي.

تیرکال څه باندې یو میلیون افغان، عراقي، سوریايي او نورو کډوالو اروپا ته پناه وړې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې (یو ان اچ سي آر) مشر فلیپو ګراندي وویل چې دغه کار یوه لویه ستونزه او ننګونه ده.

یوازې په ۲۰۱۵ کال کې څه باندې یو میلیون خلک اروپا ته کډوال شول او ښاغلي ګراندي وویل اوس یې وخت دی چې اروپايي ټولنه په دې برخه کې معقول بحث پيل کړي.

تیرکال تر ۱۵۰ زرو ډیر افغان کډوالو په اروپايي هیوادونو کې د پناه غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG