د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیې ته د جمهور رئیس براک اوباما خبرداری


جمهور رئیس براک اوباما د برتانیې نه په ټینګه غواړي چې په اروپایي ټولنه کې پاتې شي
جمهور رئیس براک اوباما د برتانیې نه په ټینګه غواړي چې په اروپایي ټولنه کې پاتې شي

د متحده ایالاتو جمهور رئیس براک اوباما برتانیې ته خبرداری ورکړی که د اروپايي ټولنې نه واوځي، د امریکا د سوداګرۍ په معاملو کې به دغه هیواد د نړۍ د هیوادونو په قطار کې وروستی وي.

جمهور رئیس اوباما د برتانویانو نه وغوښتل چې د جون د میاشتې په ریفرنډم یا عمومي انتخاباتو کې دې په اروپایي ټولنې کې د پاتې کیدو په طرفدارۍ رایه ورکړي.

" د متحده ایالاتو لپاره د دې پریکړې نتیجه ډیره مهمه ده ځکه چې هغه زمونږ په راتلونکې هم اغیزه کوي. "

د برتانیې صدراعظم ډیوډ کیمرون او د پارلمان هغو غړیو چې په اروپایي ټولنې کې د برتانیې د پاتې کیدو ملاتړ کوي، د ښاغلي اوباما ددې غوښتنې ستاینه کړې خو ځینو نورو بیا په جمهور رئیس اوباما انتقاد کړی چې د برتانیې په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه کوي.

جمهور رئیس اوباما د لندن او واشنګټن اړیکې وستایلي او هغو کسانو ته چې هغه په کورنیو مسایلو کې په لاس وهني تورنوي، وویل چې په اروپایي ټولنې کې د برتانیې پاتې کیدل، د دغه هیواد مقام لوړوي او قوت ورکوي.

په برتانیه کې د همدې روان کال د جون په میاشت کې عمومي انتخابات یا ریفرنډم کیږي او خلک دا پریکړه کوي چې په اروپایي ټولنې کې پاتې شي که بیل شي.

XS
SM
MD
LG