د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: زما د سیاحت او ګرځندويه چارو وړاندیزونه ومنیْ


اوباما: زما د سیاحت او ګرځندويه چارو وړاندیزونه ومنیْ
اوباما: زما د سیاحت او ګرځندويه چارو وړاندیزونه ومنیْ

د امریکا ولسمشر براک اوباما د کانگرس او د ټول هیواد نه غوښتي دي چي د سیاحت او گرځندوي د چارو په پرمختگ کي د ده پیشنهادونه ومني چی له دې لاري به هم خلکو ته کارونه پیدا شي.

ښاغلي اوباما نن د شنبې په ورځ په خپله اونیزه وینا کي وویل چي دی غواړي د نړۍ نه آمریکا ته زیات سیلانیان راشي او دلته خپلي پیسې مصرف کړي.

ولسشمر پیشنهاد وکړ چي په هوایي میدانونو کي دي د مهاجرو د تلاشۍ چاري چټکي شي چي ډیر خلک راشي او د چین او برازیل د هیوادونو د اتباعو په شان خلکو ته چي منځنۍ طبقه یې او د ودي او پرمختگ په حال کي وي، د ویزې چاري آساني شي.

ولسمشر اوباما وایي چي ده وروسته له هغه د اقتصاد د ښه کیدو د پاره اقدامات وکړل چي کانگرس دده د پیشنهادونو په اجراکولو کي ناکامه شو.

XS
SM
MD
LG