د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما پر جمهوري غوښتونکو غږ وکړ چې د هغه سره کار وکړي


د امریکا ولسمشر براک اوباما وايي هیواد د څلور کاله اقتصادي بحران نه وروسته چې د ستر اقتصادي رکود راهیسې سخت بحران دی، مخ وړاندې روان دی.

ولسمشر اوباما نن په خپلې هفته وارې راډیویي وینا کې وویل، د بیکارۍ درجه اوس د هغې اندازې ټیټه ده چې په دوه زره او نهم کال کې ، دده د ولسمشر کیدو په ابتد کې وه.

ښاغلي اوباما په جمهوري غوښتونکو غږ وکړ چې پردي ترڅو ملک دده د پلان په عملي کېدو پرمخ ولاړ شي او په 98 فیصده امریکایانو باندی مالیه زیاته نه شي.
جمهورریس اوباما همدغه راز د جمهوري غوښتونکو سناتورانو نه چې د پخوانیوو امریکایي پوځیانو د کار د لایحې په ضد یې رایې ورکړیدي، بیا په خپلو رایوو غور وکړي.

ښاغلی اوباما وویل، یو چا چې د ملک نه بهر جنگ کړی دی ، ملک ته د ستنیدو نه پس باید په ملک کې د کار دپاره و نه جنگیږي.
XS
SM
MD
LG