د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما په سپینه ماڼۍ کې د اروپا د مشرانو سره ګوري


اوباما په سپینه ماڼۍ کې د اروپا د مشرانو سره ګوري

اوباما په سپینه ماڼۍ کې د اروپا د مشرانو سره ګوري

د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن د دوشنبې په ورځ د اروپايي اتحاد د مشرانو د یوې غونډې کوربه توب کوي چې ټاکل شوې په دې غونډه کې به د اروپايی اتحاد پر مالي بحران باندي بحث وشي.

د سپینې ماڼۍ دغه لویه غونډه په داسي حال کې کېږي چې د اروپايي اتحاد غړي هیوادونه هڅه کوي چې پر دې موافقه وکړي چې څنګه د یورو زون دهیوادونو نه اقتصادي ستونزې لیري کولای شي او څنګه د اوسنیو ستونزو مخه نیولې شي چې نور پسي پراخې نشي.

د نن ورځې په لیدو کاتو کې د اروپايي اتحاد مشر هیرمن ون رمپوی، د اروپايي اتحاد د کمیسون مشر جاس منول باروس ، د اروپايي اتحاد د بهرنۍ پالیسۍ مشره کترین اشتن او د امریکا د باندنیو چارو وزیرې هلیري کلینټن شامل دي.

د نړۍ دغه مشران به نن د ایران د اټمي پروګرام، د منځني ختیځ د سولې پر بهیر او دغه راز د ترهګرۍ په هکله هم خبري وکړي.

دغه لویه غونډه په داسي حال کې ترسره کېږي چې د موډي سازمان د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په داسي حال کې چې د یورو په زون کې د هیوادونو په کچه پراخ مالي بحران نه ویني خو هغه امکان چې څو هیوادونو به خپل د مالي مسولیتونو په ادا کولو کې پاته راځي، اوس د ردولو وړ خبره نه ده.

XS
SM
MD
LG