د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس اوباما وایي ټرمپ د ناټو ملاتړی دی


د امریکا جمهوریس براک اوباما د دوشنبي په ورځ په سپينې ماڼۍ کې بهرینو هیوادونو ته د جمهوریس په حیث د خپلې دورې وروستي سفر ته د روانیدو نه مخکې، په یوه خبری کانفرنس کې دا خبرې وکړلې.

ښاغلي اوباما وویل چې یونان، جرمني او پیرو ته پخپل سفر کې چې یوه اوونۍ به ونیسي، د ناټو سازمان ته د منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ژمنتیا خبره به کوي.

ډونالډ ټرمپ د خپلو انتخاباتو مبارزو پر وخت ویلي و چې د ناټو ځیني غړي هیوادونه د دې سازمان سره هغومره همکاري نکوي په کومې اندازه یې چې امنیت ساتل کیږي.

جمهور رئیس براک اوباما پخپلو خبرو کې وویل چې امریکا به د نړۍ په خوندیتوب کې مهم نقش ولري او دا چې منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ هم ورته ویلي دي چې د ناټو سازمان ته ژمن دی.

جمهوریس اوباما وویل، هغه داسي فکر کوي چې ډونلډ ټرمپ به ددی هڅه وکړي چې هغه خلک چې د هغه د تند انتخاباتي کمپاین پر مهال د جلاوالي احساس یی کړي و هغو ته به د ،یوالي ځیني اشاري، واستوي.

اوباما زیاته کړه چې ټرمپ ته یې مشوره ورکړې چې د اقلیتونو ډلو، ښځو، او نورهغه کسان چې د ده د کمپاین پر مهال اندیښمن دی دهغو سره ملاقاتونه وکړي.

د خپل انتخاباتي کمپاین پرمهال ټرمپ د میکسیکو خلگ جنسي تیري کونکي او مجرمین بللي واو هوډ یې هم کړی و چې د امریکا او میکسیکو ترمنځ به دیوال جوړوي اود یوال د جوړولو پیسي به هم مکسیکو ورکوي.

جمهوریس اوباما وویل هغه به خپل ځاي ناستي ډونلډ ټرمپ دی ته وهڅه وي چې هغه مهاجر چې امریکا ته د ماشوم توب پر وخت راغلي هغوي ته اجازه ورکړي چې په امریکا کې پاته شي.

جمهوریس اوباما په ٢٠١٢ کال کې د هغو مهاجرینو ته د اجرایی فرمان د لاری د اوسیدو قانوني حیثیت ورکړ. اوباما زیاته کړه چې د امریکا زیاتره خلگ دا نه غواړي چې دغه ځوانان یو ځل بیا ،ځانونه پټ کړي، .

په داسي حال کې چې د اوباما د حکومت یو څو اووني پاتې دی ، اوباما دا دلیل ورکوي چې مهاجریت د امریکا د اقتصاد دپاره ښه دي.

اوباما دا ومنله چې زیاتره امریکایان د مهاجریت د ملاتړ په اړه شک من دی. په داسي حال کې چې هغوی وینې چې په امریکا کې فابریکې بدنیږی.

خو هغه وویل که په منظمه او قانوني توگه مهاجریت وشي نو د امریکا د اقتصاد دپاره ښه دی.

ټرمپ د خپل انتخاباتې کمپاین پر مهال ددی ژمنه کړه وه چې امریکا ته به مهاجریت محدود کړی او هغه کاري فرصتونه چې اوس د امریکا څخه دباندی نورو هیوادونو ته تللی بیرته امریکا ته راوړي.

جمهوررئیس اوباما وویل اوس هم پدې ټینګه عقیده لري چې د قوي نړیوال اقتصاد معنی دا نده چې خلک دې ویستل شي او یا دې پرې بندیز ولګول شي.

اوباما پخپلو خبرو کې دا ومنله چې د ګوانتانامو د زندان د تړلو خپل هدف پوره نکړي. هغه د دې کار ملامتي د کانګریس لخوا د محدودیتونو په وضع کولو واچوله.

منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ویلي دي دا به بده نه وې چې هغه امریکایان دی د ګوانتانامو په زندان کې محاکمه شي چې په تروریزم کې د لاس لرلو شک پرې وشي. ټرمپ د ګوانتانامو د زندانیانو په کمیدو هم اندیښنه ښودلې وه.

جمهور رئیس اوباما وویل، د ډونلډ ټرمپ نه یې غوښتي دي چې حکومتي کارونو په چلولو کې دي د خپلو وکیلانو سره دې سلا مشورې کوي.

اوباما وویل،،،د نوي منتخب شوي جمهوریس ډونلډ ټرمپ سره په خبرو کې هغه زموږ سټراتیږک ملگریتا په ساتلو کې ډیر زیاته دلچسپې ښودلی ده،،.

او زیاته ېې کړه چې هغه به د ډونلډ ټرمپ پیغام د نړی مشرانو سره چې په راتلونکې ورسره ووینې شریک کړی.

جمهوریس اوباما وویل، په سورېې کې د خلکو ځپل کمول هغه څه دی چې دی ېې هرورځ ورباندی فکر کوي. او دسورېې وضعیت یی ،، یو خراب حالت وبالی،،.

په خبري کانفرنس کې اوباما وویل، دهغه حکومت ،،هر ډول هڅي وکړي چې په سوريي کې د سیاسي حل دپاره یوه لار راویستل شي،،.

هغه دغه پالیسي د لیبیا سره مقایسه کړه او وویل چې په لیبیا کې هم جنگ د ختمولو دپاره هڅي کړي وي خو وویل، چې په سوریه حالت ،ډیر جنجالي، دی او له هري خواه لاس پوڅي را راون دی.

هغه وویل، ،،زه دا منم زموږ هڅو نتیجه نه ده ورکړي، او زیاته کړه چې د ده حکومت به خپلې هڅي جاری وساتلي چې یوه داسي فورمول پیدا کړي ، چې ددی امکانات برابر کړي چې په دغه هیواد کې د خلکو ځپل ختم شي،،.

XS
SM
MD
LG