د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما خپل د سږکال وروستیْ خبري کنفرانس دایر کړ


د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د کال وروستیْ خبري کنفرانس تر زیاته بریده د امریکا پر کورنیوو مسایلو باندي په ځانګړې توګه د هېواد پر جنجالي روغتیايي قانون او د امنیتي څار پر پروګرامونو متمرکز و.

ولسمشر اوباما په خپل خبري کنفرانس کې د هېواد اقتصادي رشد وستایه او دا یې ومنله چې اوس هم زیات کار په مخ کې دی چې باید ترسره سي. د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې یې پر یو شمیر مسایلو خبرې وکړې چې عمده تمرکز یې د ایران د اټمي پروګرام په هکله وه.


د ولمسشر کنفرانس پرون د جمعې په ورځ د واشنګټن په وخت د غرمې وروسته په سپینې ماڼۍ کې دایر شو او ولسمشر اوباما د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وړاندي کړل. ولسمشر اوباما د افغانستان یادونه هم وکړه خو جزیاتو ته نه ولاړی یواځي یې د افغانستان د جګړې بشپړول یاد کړل او ویې ویل چې په افغانستان کې به پوځي ماموریت د ۲۰۱۴ کال په پای کې ختم سي او امریکايي سرتیري به بیرته امریکا ته راستانه شي.

ولسمشر اوباما خپل خبري کنفرانس د خپل حکومت د اقتصادي لاسته راوړنو په ستایلو او یادولو باندي پیل کړ. ولسمشر داسي وویل ،،په ۲۰۱۳ کال کې په هېواد کې بیلابیلو کاروبارونو دوه میلیونه نورې وظیفې رامنځ ته کړې چې دا د ۸ میلیونو څخه زیاتو هغو وظیفو باندي ورزیاتېږي چې په تیرو ۴۵ میاشتو کې په بیلابیلو برخو کې رامنځ ته شوي دي. نن سهار، مونږ ته خبر راورسیدی چې د هېواد اقتصاد د روان کال په دوبي کې داسي قوي پرمختګ کړی دی چې په تیرو ۲ کلونو کې یې ساری نه و لیدل شوی. همدغه راز په هېواد کې د بې کارۍ کچه هم د تیرو پنځو کالو نه هر وخت ډیره رالوېدلې ده.،،

اوباما: په تیرو۲۰ کالو کې د لومړي ځل دپاره د امریکا د انرژۍ تولید د وارداتو په مقابل کې ډیر و

ولسمشر اوباما دا هم وویل چې د دوو لسیزو په موده کې دا لومړی ځل دی چې سږ کال د امریکا خپله تولید کړل شوې انرژي د بهر نه د راتلونکې انرژۍ په پرتله ډیره ده چې په لړ کې یې په امریکا کې د انرژۍ بیه راکښته شوې ده.

ولسمشر اوباما ډاډ څرګند کړ چې ۲۰۱۴ کال به د امریکا دپاره یو خورا مهم کال وي خو دا یې هم وویل چې باید هلې ځلې وشي چې د هر امریکايي دپاره فرصت مهیا وي.

د ولسمشر اوباما د خبري کنفرانس زیاته برخه د روغتیا پر قانون متمرکزه وه چې د ولسمشر مهمه لاسته راوړنه شمیر کېږي. ولسمشر اوباما داسي وویل ،،د اکټوبر د میاشت د پیل څخه د یو میلیون څخه زیات امریکایانو په ایالتي او فیډرالي مارکېټونه کي نوي روغتیايي بیمې اخیستي دي. بناْ د روغیتاي د قانون د ویب پاڼې د خرابۍ برسیره هم په میلیونو امریکایان به په نوي کال کې ارزانه او با کیفیته روغتیايي بیمه ولري.،،

ولسمشر اوباما وویل چې د هغه نوښتونو د روغتیايي بیمې د لګښتونو په راکمولو کې مرسته وکړه او د خپل تیر کال ترټولو ستره ناکامي یې د کمپیوټر د سیستم خرابي وګڼله چې له امله یې امریکایان د روغتیا د بیمې د ثبت دپاره د ستونزو سره مخ شول.

د ملي امنیت د ادارې یا ان اس ای د څار د پروګرامونو په هکله ولسمشر اوباما بیا هم پر خپل دریځ ولاړ و او پر دې یې ټینګار کوی چې امریکا هیڅ قانون تر پښو نه دی لاندي کړی. ،،زه فکر کوم چې دا ډیره مهمه ده چې یاده سي چې د څار ټول پروګرامونه مرور شوي دي. په حقیقت کې داسي موارد شته چې د ادعا له مخې د ملي امنیت ادارې د معلوماتو په استعمال کې سم چلند نه دی کړی.،،

ولسمشر زیاته کړه چې سره له دې چې د موضوع په اړوند مباحثې ته اړتیا شته خو د ملي امنیت د ادارې د پخواني قراردادي ایډوارډ سنوډن له خوا افشا شویو معلوماتو د امریکا ډیپلوماسۍ او استخباراتي وړتیاووته تاوان ورسوی.

اوباما: د ایران پرضد به نوي بندیزونه ویټو کړم

ولسمشر اوباما همدغه راز د ایران د اټمي پروګرام په هکله هم خبري وکړې او داسي یې وویل،،دا زما هدف دی چې د ایران مخنیوی وکړم چې اټمي وسلې ترلاسه نکړي خو زما غوره لاره ډیپلوماسي ده. په عین حال کې د ډیپلوماسي پرته به پر نورو لارو هم غور وسي خو که ډیپلوماسي کار ورکوي نو باید د ډیپلوماسۍ له لارې قضیه حل سي.،،
ولسمشر اوباما خبرداری ورکړ چې که د امریکا د کانګرس غړي هڅه وکړي چې پر ایران باندي اضافي بندیزونه ولګوي نو ولسمشر به یې مخه ونیسي خو دا یې هم وویل چې تهران هم باید اړین تظمینونه ورکړي چې اټمي وسلې نه جوړوي.

ولسمشر اوباما په داسي حال کې خبري کنفرانس ورکړ چې په تیرو پنځو کالو کې یې سږ کال د بل هروخت څخه کم امریکایانو کار تایید کړی. د او آر سي د یوې نوې سروې له مخې ۴۱ په سلو کې امریکایان د ولسمشر اوباما د کار څخه راضي دي.
XS
SM
MD
LG