د لاس رسي وړ اتصالات

خلک به فکر وکړي چې نړۍ افغانستان ېوازې پرېښود


 ولسمشر کرزی او ولسمشر اوباما په ېوه گډ خبري کنفرانس کې
ولسمشر کرزی او ولسمشر اوباما په ېوه گډ خبري کنفرانس کې

اوباما د سه شنبی په ورځ پنټاگان ته امر وکړ چې که له افغانستان سره دوه اړخیز ا منېتی تړون لاسلیک نشی نو د 2014 کال په اخرکې دې، د ټولو عسکرود وتلو پلان جوړ کړي.


ښاغلی کوگلمن ستاسې په نظرددې اعلان روحي اغېزې به د امنېتی قواو پر مورال او عامو خلکو باندې څه وي؟

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:23 0:00
مستقیمه لیکه

مایکل کوگلمن چی په واشنگټن کې د ووډرو ویلسن د مرکز سیاسی کارپوه دی، وویل چې داډېره گرانه ده، خو ېقېنا به دا ېوه غټه ا ندېښنه وي. په روحي کچه به ددې اغېزې موجودې وې. همدا حقېقت چې په افغانستان کې به د نړۍ والو قواو ېو عسکر هم موجود نه وي، دابه ېو ډېر پرېشانه کوونکی پېغام خلکو ته ورو ورسوي.
ېوه معنی به خلک، ترېنه د ا واخلي چې نړۍ افغانستان ېوازې پرېښودلی دی او زه فکر کوم چې دابه د دافغانستان د امېنتی قواو او دافغانستان د حکومت پر مورال ناوړه اغېزه ولري. له بل پلوه به د ېاغېانو مورال قوي کړي په خاصه توگه د طالبانو مورال به قوي سي.
مایکل وايی پردې سر بېره چی دعسکرو نه موجودیت به مخکېنی ېادې شوې ناوړه اغېزې ولري، د عسکرو په موجودیت کې به هغه ښه کارونه چې نړۍ والو عسکرو کول، هغه به ادامه پېداکړي. په دې کې دافغانستان دامنیتی قواو روزنه شامله وه. دهغوی سره سلامشوری او نورکارونه هم شامل وواو دهغوی په موجودیت کی به دا ټول ادامه پېداکړي.
مایکل وايی ددې ټولو خبرو سره سره پکارده چې موږ دا ټول شېان د اوسنېو او پخوانېو حالاتو سره په ېوه تناسب کې وگورو. فرض کړئ چې په ا فغانستا ن کې د امریکا عسکر پاتې شي، نو قوی اټکل دادی چې تر لس زرو پورې به وی. دامو باېد په ېاد وی چې هغه به محآرب عسکر نه وي، هغوی به په افغانستان کې ددې لپاره چې امنېتی قواو په روزنه ، سلامشورو او داسې نور و کارونو کې برخه واخلی. وگومارل شي. په ډېره محدوده توگه به هغوی د ترهگری ضد عملېاتو کې هم برخه واخلی.
مایکل کوگلمن خپلو خبرو ته دامه ورکوي او وايي دابه ېوه جنگی قوه نه وي او دا قوه به په دې قادره نه وي چې افغانان له دېنه وساتلی شی چې په افغانستان کې گډوډي رانشی. البته که چېرې افغانستان په دغه لاره ولاړشي. زما په نظر به دغه قوه که پاتې شي، په افغانستان کې د ثبات د ستونزې اونورو ستونزو لپاره علاج نه وي.
ښاغلی کوگلمن د سه شنبی په ورځ د سپېنی ماڼی له خوانه ددې اعلان نه ېوشمېر تحلیل کوونکېو دامعنی اخېستې ده چې دا د امریکا له خوانه پر ښاغلی کرزی د ېو ډول فشار راوستل دي چې دا تړون لاسلیک کړي، ستاسې په نظر داولی ډېره مهمه ده چې دا تړون باېد خامخا، ښاغلی کرزی لاسلیک کړي، په داسې حال کې چې ددې امکان زېات دی چې له انتخاباتونه وروسته ېې نوی ولسمشر لاسلیک کړي، ځکه ټولی نړۍ والی مرستې په دې تړون پورې تړاولر او په ېوه نسبی ثبات پورې تړاو لري. ستاسی نظر په دې برخه کې څه دې؟
مایکل کوگلمن وویل: زه فکر کوم چې دامریکا حکومت غوښتل چې دا تړون څومره چې ژر ممکنه وي لاسلیک شی. له همدې امله هغوی غوښتل چې کرزی ېې لاسلیک کړی ځکه چی هغه اوس ولسمشر دی. ددې تړون لاسلیکو ل به دامریکا پوځ او حکومت ته ډېر وخت ورکړی وای چې ددې لپاره ېې ځان چمتو کړی وای چې خپل عسکر له دې کال نه وروسته هم هلته وساتي.
خو ېقېنا ددې لپاره څه دلیل نشته چې ولی دامریکا حکومت غواړی چی دا تړون همدا اوس لاسلیک کړی. داڅرگنده ده چې ښاغلی کرزی به د ډېرو دلایلو له مخی دا تړون اوس لاسلیک نکړی. که څه هم دهغه کابېنه او دهغه جنرالان دا ارزو لری چی دا تړون لاسلیک شوی وای.
مایکل کوگلمن په پاې کې ووېل چې دی فکر کوی چی په دې باندی دوخت ضاېع کول نه دي پکار چې د ا کوشش وشی چې له ښاغلی کرزي نه هغه څه وغوښتل شی چې هغه ېې نه کوی. پکارده ددې په ځاې په آېنده باندی تمرکز وشی. په راتلونکې حکومت باندې په افغنستان کې تمرکز وشی او هرڅوک چې په آېنده کې ولسمشر شی ، پرهغه تمرکزوشی چې دا تړون لاسلیک کړي.
ددې لپاره ډېر دلایل او فرصت شته دی چې راتلونکې ولسمشر به دغه تړون لاسلیک کړی.
XS
SM
MD
LG