د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د شیمون پیریز د جنازې لپاره اسرائیل ته سفر کوي


د ښاغلي اوباما سره پدې سفر کې دوه دیرش حکومتي چارواکي مله دي چې پخواني جمهور رئیس بل کلنټن، د بهرنیو چارو وزیر جان کري او د استازو په مجلس کې د دیموکرات ګوند مشره ننسي پلوسي هم پکې شامل دي.

تمه کیږي چې د فلسطین جمهور رئیس محمود عباس به هم د جنازې په مراسمو کې برخه واخلي. ښاغلي عباس ویلي دي پدې کار سره غواړي اسرایل ته دا پیغام ورکړي چې فلسطینیان سوله غواړي او د سولې په هلو ځلو کې د شیمون پیریز په شان د اشخاصو درناوی کوي.

جمهور رئيس محمود عباس د عربي هیوادونو لومړني مشر و چې د شیمون پیریز په مړینې یې خفګان وښود.

د اسرائیل پخوانی جمهور رئیس شیمون پیریز درې نوي کلن و او دوه اوونۍ مخکې یې مغزي سکته کړې وه. هغه د همدې تیرې چارشنبې په ورځ په روغتون کې مړ شو.

XS
SM
MD
LG