د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانیان د بن لادن له مرګ وروسته اندېښمن دي


د ایبټ آباد ښار په دغه ودانۍ کې اسامه بن لادن اوسیده

د ایبټ آباد ښار په دغه ودانۍ کې اسامه بن لادن اوسیده

پاکستانیان د بن لادن وروسته حالاتو په اړه په دې خاطر اندیښمن دي چې د اسامه مرگ به هغوی ته څه ارمغان راوړي.

پوره یوه اونۍ دمخه امریکایي هیلکوپترې نیمه شپه ددغو کانکریټي ودانیو شاته ښکته شوې او د پاکستان د ایبټ اباد ښاریان یې راویښ کړل.

ډزې پیل شوې او بیا اعلان شو چې اسامه بن لادن ووژل شو. دغه ارامه ښار د نړیوالو پاملرنه نه یواځې په دې خاطر ځان ته راواړوله چې هلته د القاعده شبکې مشر ووژل شو بلکې دا چې هغه هلته د کلونو راهیسې اوسیده او د امریکایي کوماندویانو په لاس ووژل شو.

د ایبټ اباد او حتی د ټول پاکستان خلک اوس هم باور نه کوي چې د نړۍ تر ټولو اهم شخص دې د دوی په هیواد کې وژل شوی وي.

دا حقیقت چې د بن لادن د وژنې انځوریز ثبوت نه دی وړاندی شوی ډیرو ته یې دا نوره هم مشکله کړې چې د هغه مرگ ومني.

ددې پر ځای ډیر خلک په دې باور دي چې دا ټوله پیښه یوه امریکايي دسیسه ده چې د پاکستان د کمزورتیا په خاطر طرحه شوی په داسې حال کې چې پر امریکا باندې د تروریستي بریدونو وروسته د ترهگرو پر ضد د مبارزې لپاره د امریکا کانگرس پاکستان ته نیغ په نیغه د شل میلیارده ډالرو ورکړه تصویب کړه.

القاعده د خپل مشر اسامه وژل تائید کړي او د غچ اخیستلو غږ یې کړی. له پاکستانیانو نه یې غوښتي چې په خپله خاوره کې امریکا ته ددې برید د اجازې د ورکولو په خاطر د خپل حکومت پر ضد راپاسي.

د پاکستان د عامه ولس په منځ کې د القاعده او یا د اسامه بن لادن لپاره حواخوږي هیڅکله هم دومره لوړه نه وه. د بن لادن له وژل کیدو راوروسته د هغه په پلوۍ او د امریکا په ضد یو څو مظاهرې وشوې چې ټولې سوله ایزې وې.

خو دا هیواد څاري چې څنگه به یاغیگرۍ د بن لادن له مرگ نه گټه اوچته کړي. څیړونکي وایي د کلنو په اوږدو کې د القاعده شبکې لپاره د بن لادن مرکزیت کمزوری شوی و. په داسې حال کې چې هغه د یوې نړیوالې څیرې په توگه پر امریکا باندې د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو عمده حامي و، پر لویدیځو اهدافو باندې د بریدونو دسیسې تر ډیره حده د خود کارو خورو ورو ډلو له خوا شوي.

د جمعیت اسلامي د گوند مرستیال او د دیني مسایلو لیکوال معراج الهدا صدیقي په دې هکله وایي:

(.. اسامه بن لادن له شهادت وروسته نور هم د امریکا لپاره خطرناک شو. کله چې اسامه بن لادن ژوندی و په یو کنج کې پټ و، هغه دومره خطرناک نه و. خو اوس به د هغه مفکوره وده وکړي، او د هغه طریقه به گړندۍ شي.)

نور بیا اندیښمن دي چې ښایي القاعده په پاکستان کې غچ واخلي.

(.. د پاکستان خلک اوس تر ډیر فشار لاندې دي. دوی نه پوهیږي چې سبا ته به څه پیښ شي. همداشان القاعده شبکې پاکستان ته گواښ کړی. مونږ نه پوهیږو چې نور به څه پیښ شي او چیرته. خلک واقعا اندیښمن دي.)

د کراچۍ ښار یو سوداگر خلیل قریشي بیا وایي:

(.. که اسامه ژوندی نیول شوی وای، نو کیدای شول چې د هغه ټوله ډله نیول شوی وای. د هغه وژنې مونږ ته ستره ستونزه رامنځ ته کړه. اوس پاکستان او اوسیدونکو ته یې ستر خطر متوجه دی. بیگناه کسان به قرباني شي.)

د تیرې اونۍ په پای کې امریکا پنځه ویدیوگانی خپرې کړې چې بن لادن په کې خپل پیغامونه په تلویزیون کې گوري.

بلخوا د پاکستان اردو چې تل ورته د یو ټینگ دولتي سازمان په سترگه کتل کیده، په پاکستان کې دننه د بن لادن شتون او په ددې هیواد په خاوره کې د امریکایي قواو عملیاتو هغه اعتماد چې د کلونو په اوږدو کې اردو خپل کړی و، له لاسه ورکړ.

XS
SM
MD
LG