د لاس رسي وړ اتصالات

د اسامه ویډیوګانې خپرې شوې


د اسامه ویډیوګانې خپرې شوې

د اسامه ویډیوګانې خپرې شوې

څو ویډیوگانی چه ، امریکایی قواوو په پاکستان کی د القاعدی د مشر اسامه بن لادن په ځای باندی حمله کی تر لاسه کړی خپاره کړیدی. یوه ویډیو ښیی چه بن لادن خپل ویډیویی فلم ، چه نړی ته د بیانونود ورکولودپاره تمرین کوی، گوری.

د امریکا خاصو قواوو، سیل، د یو دپاسه دوه زرم کال د سپتمبرد ترورستی حملو طراح ، بن لادن ، د دوشنبی په شپه، په ایببټ اباد کی د هغه په کورباندی په حمله کی وواژه. دغو امریکایی کومانډوگانو د امریکایی مامورینو د خبروله قراره ، چه پرون یی معلومات ورکړل ، د تروریزم په باره کی ډیر زیات اسناد تر لاسه کړیدی. د استخباراتو مامور چکه خبریالانو ته یی معلومات ورکول وویل دغه ویډیو گانی ، د کمپوتر هارډدرایو، او نورو شیانو وښوده چه بن لادن یواځی د القاعدی مشر نه و بلکه د القاعدی د عملیاتو یو فعال غړی و.

داسی ښکاری چه بن لادن په خاص ډول په دی فکر کی وه چه دنیا ته ځان څنگه وښیی.

یوه ویډیو ښیی چه بن لادن د خپل ځان په باره کی تلویزیونی خبرونه گوری، په ځمکه باندی ناست دی، پټو یی د ځانه تاووکړیدی، او ریموټ کنترول یی په لاس کی دی، او چینلونه بدلوی را بدلوی چه وگوری چه دده په باره کی څه ویل کیږی. دی دغه پرگرامونه په یوه وړوکی تلویزیون کی، چه د یوه میز په سر ایښودل شوی، او لینونونه یی نژدی وال ساکت ته تیرشویدی، گوری.

په دغه ویډیو کی یی ببره ږیره بیخی خړچکی ده.

خو په بله ویډیو کی ښکاری چه بن لادن د ویډویی فلم دپاره ږیره اصلاح اوتوره کړیده. په دی ویډیو کی ،عنوان، امریکایانو ته پیغام دی چه فکر کیږی تیر کال په اکتوبریا نوامبر کی ثبت شوی وی.

دا کومی ویډیوگانی چه امریکا د خپریدو دپاره انتخاب کړیدی ، بی غږه دی.

د استخباراتو دغه مامور چه خبریالانو ته یی معلومات ورکول، وویل، امریکایی مامورینو چه د بن لادن د ، ډی،ان،ای، نمونی یی معاینه کړی ویلی دی چه داچانس بېخی ډیر لږ دی چه سړی ووایی ، دا کومی شخص د سمندری قوی، خاصو قواوو وژلی ، هغه به بن لادن نه وی.

XS
SM
MD
LG