د لاس رسي وړ اتصالات

له مرګ وروسته ویډیوګانې


له مرګ وروسته ویډیوګانې
له مرګ وروسته ویډیوګانې

امریکا څو ویدیوگانې خپرې کړې چې پر اسامه بن لادن باندې د برید په ترڅ کې امریکایي ځانگړو قواوو د هغه له پټ ځایه ترلاسه کړي دي. له دې ویدیویوگانو څخه بریښي چې نوموړی اوس هم په فعاله توگه د القاعده مشري کوله.

د امریکا استخباراتي مامورینو خبریالانو ته وویل دا ویدیو گانې، کمپیوترونه او نور مواد څرگندوي چې بن لادن نه یواځې تش په نامه لارښود و بلکې هغه د القاعده شبکې د عملیاتو یو فعال عنصر و.

داسې بریښي چې اسامه بن لادن نړۍ ته د خپل ځان د معرفۍ او څرگندولو په اړه خاصه توجه درلوده. یوه ویدیو ښکاره کوي چې اسامه بن لادن د خپل ځان په اړه د تلویزیوني رپوټ ویني.

له بلې ویدیو څخه څرگندیږي چې د یوې پروپاگندي وینا لپاره یې ځان پوره برابر کړی چې ثبت یې کړي.

د یو لوړپوړي استخباراتي مامور په وینا دا ویدیو چې د امریکا خلکو ته د پیغام په نامه یې ثبت کړې او له اواز پرته خپره شوه داسې گمان کیږي چې په تیر مني کې به یې ثبت کړي وي.

له بلې خوا د پاکستان په ایبټ اباد کې چې اسامه بن لادن په کې د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو، نن محلي خلکو د واشنگټن له لورې د خپاره شوو عکسونو او ویدیوگانو د اصلیت په اړه شک څرگنداوه. یو شمیر کسان په دې باور نه دي چې اسامه بن لادن دې په عملیاتو کې وژل شوی وي.

(.. دا سړی چې په ویدیو کې وښودل شو، مونږ ولید چې بالکل د اسامه غوندې نه بریښي. اسامه یو اثرناکه شخصیت درلود خو ددې سړي مخ او د بدن حرکات د اسامه په شان نه دي.)

یو بل زده کوونکی بیا په دې باور دی چې واشنگټن د اسامه بن لادن مرگ جعلي جوړ کړی.

(.. څرنگه چې امریکا له عراق او افغانستان څخه وتل غواړي دوی بله لاره ونه مونده نو دغه جعلي ډرامه یې جوړه کړه.)

دا په داسې حال کې دي چې د القاعده شبکې په یو انترنیټي پیغام کې د اسامه بن لادن وژنه تائید کړې او گواښ یې کړی چې د امریکایانو خوښۍ به په غم بدلې کړي. داسې بریښي چې د اسامه د وژل کیدو راوروسته دا د القاعده لومړنۍ اعلامیه وي.

بل خوا پاکستاني وکیلانو پر اسامه بن لادن باندې د امریکایي قواو د برید په نتیجه کې له جمهور رئیس اصف علي زرداري، صدراعظم یوسف رضا گیلاني او نورو لوړپوړو چارواکو نه غوښتي چې استعفاوی وکړي.

د پاکستان د حکومت د عمده مخالف گوند مشر چودري نثار علي وایي هغوی چې ددغې برید مخه یې ونه شوه نیوای باید مسولیت قبول او استعفا وکړي.

امریکایي مامورین وایي دغه ویدیو گانې چې خبریالانو ته وښودل شوې د هغو پراخو کلکسیونو او موادو یوه کوچنۍ برخه ده چې ددې ملیشه ډلې د لوړپوړو غړو په اړه یې ترلاسه کړي دي. په دې شواهدو کې د تیلفون نمرې او داسې اسناد شته چې امریکایي مامورین هیله من دي د هغوی په واسطه به د القاعده شبکې ملا ور ماته کړي.

XS
SM
MD
LG