د لاس رسي وړ اتصالات

بارک اوباما، خپل پلرني هیواد ته سفر کوي


ټاکل شوې ده چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس اوباما به د جمعې په ورځ د کینیا پلازمینه نایروبي ته د رسیدو وروسته په نړیواله سوداگریزې غونډې کې هم گډون وکړي او د افریقایي هیوادونو سره به د امریکا د اقتصادي اړیکو پرمختگ په ډاگه کړي.

د ښاغلي اوباما په پلارني ټاټوبي کینیا کې ځني خلک هیله مند دی چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس به په کینیا کې د خپل کلي نه لیدنه وکړي او ښه به وي چې د خپل انا سارا اوباما کورته هم ورشي.

جمهور رئیس اوباما به افریقایي اتحادیې ته لاړ شي او په دې توگه به هغه د امریکا لومړنی برحاله جمهور رئیس وي چې د افریقایي اتحادیې نه لیدنه کوي.

افریقا ته د بارک اوباما دریم سفر به دی هغه ځای ته بوځي چې تر اوسه د امریکا هیځ برحاله جمهور نه دی تللی- د افریقايي اتحادیې مرکز -

ښاغلی اوباما به ادیس ابابا ته سفر وکړي چې افریقایي اتحادیې مقر پکې دی، له هغه نه وروسته به بیا کینیا ته سفر وکړي. ولسمشر اوباما به د دواړو هیوادنو د مشرانو په گډون د افریقایي اتحادیې له مشرانو سره ملاقات وکړي.

څیړونکي وایي چې ښاغلی اوباما به په افریقایي اتحادیې کې د ترهگري په وړاندې د خپل د حکومت په هلو ځلو او د دموکراسۍ په ودې باندې خبرې وکړي.

د امنیتي مطالعاتو له انستیتوت څخه دیوید زون مینو وایي د اوباما په سفر کې به د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه او په افریقا کې له دیموکراتیکې لارې واک سپارل به ډیرې اړینې موضوعگانې وي.

زون مینو وایي "نو ځکه یقناً دا یو فرصت دی چې د امریکا دریځ په دې دوو مهمو مسلو کې یو ځل بیا څرگند شي او هغو افریقاي مشرانو تن یو قوی پیغام ورکړي چې غواړي په دوامداره ډول په واک کې پاتې شي."

په ځینو مسلو باندې د متحده ایالاتو او افریقایي اتحادیې ترمنځ د نظر اختلاف موجود دی. متحده ایالات د افریقایي اتحادیې د هغه نظر مخالف دی چې د نړیوالې جنایي محکمې په حکم د سودان جمهور رئیس د نیولو یې ډډه کړې ده.

متحده ایالات د ځینو افریقایي مشرانو له خوا د هغوي د واکمنۍ د وخت تمدید مخالف هم دی چې د اساسي قانون تعبیر یې بدل کړی لکه اوس مهال چې د بروندي هیواد دی. خو امریکایي چارواکي وایی هغوي افریقایي اتحادیې ته درناوی لري. د افریقا په چاور کې د بهرنیو چاور وزارت معینه لیندا توماس گرینفیلد وایي افریقایي اتحادیه یو گټور سازمان دی.

افریقایي اتحادیې ته د امریکا اړتیا

هغه زیاتوي"په افریقا کې د دې اتحادیې ډیر درناوی کیږي او زه فکر کوم لکه څنگه چې مونږ د افریقایي اتحادیې د ٢٠٦٣ اجندا ته سترگې په لار یو، و به گورو چې افریقایي اتحادیه په دې براعظم کې ورځ په ورځ غښتلې کیږي."

څیړونکي وایي متحده ایالات هغومره افریقایي اتحادیې ته اړتیا لري څومره چې افریقایي اتحادیه متحده ایالاتو ته اړتیا لري چې د دې سازمان تر ټولو لوی تمویل کوونکی دی.

افریقا ته د جمهور رئیس اوباما سفر
افریقا ته د جمهور رئیس اوباما سفر

خو د لزلي لو ودرند په څیر ځیني نور څیړونکي بیا یادونه کوي چې افریقا نور ډیر ملاتړي لري "که متحده ایالات غواړي افریقا سره کار وکړي یقناً چې افریقایي اتحادیې ته اړتیا لري د چین سره په سیالي کې افریقا سره معاملې وکړي."

د دغه او نورو لاملونه په اساس به افریقایي اتحادیې ته د بارک اوباما سفر تاریخي وي او کیدای شي هغه د دغه په مرسته خپل جمهوري ریاست دورې ته یوه لاسته راوړنه جوړه کړي چې یو وخت بیا خلک یاد کړي چې هغه د امریکا لومړی افریقا الاصله جمهور رئیس و چې افریقا سره غښتلي اړیکې درلودې.

XS
SM
MD
LG