د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما سوریې ته نور ځانگړي ځواکونه لیږي


د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې ده سوریې ته د ٢٥٠ امریکایی سرتیرو لیږل منظور کړي دي چې په هغو کې به ځانگړي ځواکونه هم شامل وي.

ښاغلي اوباما همدارنگه د ناتو د خوندیتوب دپاره د اروپا پر ژمنو خبرې وکړې او سوریې ته یې د سرتیرو د استولو او د داعش د خطر په تړاو وویل چې اوسمهال دده او نورو پرمختللو هیوادونو ته تر ټولو لوی خطر داعش دی. هغه وویل له همدې کبله ددې ډلې د له منځه وړلو دپاره ټول گډ عزم لري.

"زمونږ د ائتلاف سره د ناټو د ٢٨ هیوادونو مرسته که دا په عراق او سوریې کې د بمباریو په برخه کې وي او که د سیمه اییزو قواو روزل او یا هم بشري مرستې، مونږ یې قدر کوو. مونږ پرمختگ ته دوام ورکوو. داعش مو له هغو سیمو شاته تمبولي چې پخوا یې کنترولولې."

اروپایي مشرانو سره لیدنه

ولسمشر اوباما او صدراعظمه مرکل د هانور د صنعتي نندارتون نه د لیدلو په مهال
ولسمشر اوباما او صدراعظمه مرکل د هانور د صنعتي نندارتون نه د لیدلو په مهال

ټاکل شوې ده چې جمهور رئیس اوباما نن ناوخته د فرانسې، جرمني، بریتانیې او ایټالیې د مشرانو سره په دې هکله خبرې وکړي چې هغوی د داعش په وړاندې جگړه کې د سرتیرو د لیږلو او مالي مرسته په برخې کې څه ونډه اخیستی شي.

"دا به یوه ستونزمنه جگړه وی او زمونږ هیڅ یو به هم دا په یوازې ځان حل ونشي کړای."

د متحده ایالاتو جمهور رئیس د دوشنبې ورځې په سهار د هغه هیواد هانورو ښار کې د تکنالوژۍ د ډگر د سوداگریز صنعتي نندارتون څخه لیدنه وکړه وویل نړۍ یوې متحدې اروپا ته اړتیا لري.

"ټوله نړۍ یوې غښتلې سوکالې ، دیموکراتیکې او یوموټي اروپا ته اړتیا لري."

هغه ددې نندارتون د پرانستی پر مهال زیاته کړه چې ځوانان ښایي ددې خبرې په اوریدو حیران شي چې مونږ په نړۍ کې د بشریت د تاریخ د تر ټولو سوله اییزې دورې کې ژوند کوو.

"زه دلته نن راغلی یم د اروپا زړه ته څو تاسو ته ووایم چې مونږ خورا نیکمرغه یو چې تر ټولو سوله اییزې، سوکالې او د بشر د تاریخ تر ټولو پرمختللي عصر کې ژوند کوو. دا ښایي ځوان قشر چې تلویزیون گوري حیران کړي ځکه دوي د خپلو تیلفونونو له لارې یوازې د نړۍ په اړه ناوړه خبرونه اوري خو دیته پام وکړئ چې د لویو قدرتونو ترمنځ وروستۍ جگړه څو لسیزې وړاندې شوې وه".

ولسمشر اوباما پدې صنعتي نندارتون کې راغونډو شویو گډونوالو ته وینا هم وکړه او د متحده ایالاتو او اروپا تر منځ گډو ارزښتونو ته په اشارې داسې وویل

"مونږ د جرمني خلک او ټول اروپاییان خپل نږدې ملگري گڼو ځکه مونږ اکثره ورته تجربې لرو او په ژوند کې مو ارزښتونه هم سره ورته دي. زه اوس پدې ویاړم چې لومړنی امریکایۍ جمهور رئیس یم چې کولای شم ووایم چې په متحده ایالاتو کې صحي بیمه اوس یو امتیاز ندی اوس دا د ټول حق دی اوس نو زمونږ د ژوند پدې ارزښت کې هم سره ورته شوو."

هغه وویل د تکنالوژۍ او سوداگرۍ د ډگر د سږ کال نندارتون د متحده ایالاتو له خوا تاسو ته او نړۍ ته وړاندې کیږي:

زرگونه خلک په هانورو ښار کې د امریکا او جرمني د ازادې سوادگرۍ د تړون خلاف لاریون وکړ
زرگونه خلک په هانورو ښار کې د امریکا او جرمني د ازادې سوادگرۍ د تړون خلاف لاریون وکړ

سوداگریز شریکان

متحده ایالات او جرمني پخپلو منځو کې تر ټول لوی سوداگریز شریکان دي او د دواړو هیوادونو مشران هیله لری چې د جرمني نه د اوباما لیدنه، د ترانس اتلانتیک د سوداگرۍ او پانگونې مشارکت (ټي-ټیپ) تړون لپاره ملاتړ ترلاسه کړي.

د جرمني حکومت د (ټي-ټیپ) معاملې باندې ټینگار کوي او وایي چې دا به نړیوال اقتصاد ته گټه ورسوي او تر څنگ کوچني او متوسطه شرکتونه به نړیوال بازار کې د سیالۍ ښه فرصت ولري.

چارواکو اټکل کړی چې د اروپا او متحده ایالاتو ترمنځ تړون به هر کال د اطلس سمندر په دواړو غاړو هیوادونو په اقتصادونو کې ١٠٠ میلیارده ډالره زیاته کړي. د دغې تړون پر سره خبرې په کال ٢٠١٣ کې پيل شوې.

ښاغلی اوباما په دې باور دی چې دغه تړون به د نويو دندو د رامنځ ته کېدو او د اقتصاد په وده کې لوی رول ولوبوي.

خو د شنبې په ورځ په زرګونو خلکو د جرمني په هانوفر ښار کې د متحده ایالاتو او اروپا تر منځ د ازادې سوداګرۍ پر سر اعتراض کړی و.

XS
SM
MD
LG