د لاس رسي وړ اتصالات

دننګرهار په اچین کې دداعش ډلې برید په شاه تنبول شوی


نږدې پنځه میاشتو را په دیخوا داعش د ننګرهار د اچین په ولسوالۍ کې فعالیت پیل کړی دی.
نږدې پنځه میاشتو را په دیخوا داعش د ننګرهار د اچین په ولسوالۍ کې فعالیت پیل کړی دی.

داچین ولسوال حاجي غالب مجاهد امریکا غږ ته وویل چې سهار له څلورو بجو راهیسې دولسوالۍ پر ودانۍ او ټولو امنیتي پوستو دروانې جګړې په پایله کېتر اوسه ۳۵ داعشیان او دوه حکومتي عسکر وژل شوي دي او شپږ سرحدي سرتیري زخمیان دي.

نوموړی وایي دعبد الخېلو په سیمه کې دپولیسو یوه پوسته چې تر سختې جګړې لاندې وه، عسکر ترې په شاه شوي وو،خو حکومتي ځواکونو بېرته پوسته نیولې ده .

ولسوال وایي حمایوي قوه په وخت ور ورسېده او تر سختې جګړې او هوايي بمبار په پایله کې دداعش ډلې ډېر شمېر غړي زخمیان شوي هم دي.

نوموړی وايي دننګرهار دامنیه قوماندان سرحدي ځواکونو دقوماندانانو په ګډون یې دداعش په خلاف عملیات پیل کړي او داعش ډله یې لوړو څوکو ته بره کړې ده .

ولسوال زیاتوي،چې دداعش په خلاف پیل کړي عملیات یې په بریالیتوب مخکې ځي او دپېخې په سیمه یې دداعش وسله وال اړولي دي.

دسيمې یو اوسېدونکي او قومي مشر ملک کمین امریکا غږ ته وویل،چې دمالوماتو له مخې یې دداعش وسله والو له شپږو سرحدي پولیسو څخه سرونه پرې کړي دي.

هغه وايي ملکي وکړو ته هم په جنګ کې زیان رسېدلی دی .

نوموړی وايي دداعش ډلې ټول جګړه مار دعبد الخېلو په پوسته کې چورلکو ویشتلي او وژلي دي.

تر اوسه ددولت مخالفو وسله والو دتازه جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

شاوخوا پنځه میاشتې کېږي،چې داچین په ولسوالۍ کې دداعش ډلې خپل فعالیت پیل کړی او تر اوسه یې دحکومت پلوي ګڼ قومي مشران وژلي او ټپیان کړي دي،چې له ځینو یې سرونه هم پرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG