د لاس رسي وړ اتصالات

د کورنیو چارو وزیر استعفا نده کړې


ښاغلی علومي د امنیتي ګواښونو د قابو کولو تر زیات فشار لاندې دی
ښاغلی علومي د امنیتي ګواښونو د قابو کولو تر زیات فشار لاندې دی

اجرائیه ریاست او د کورنیو چارو وزیر هغې ګنګوسې رد کړي‌ چې وايي نورالحق علومي له خپلې دندې لاس په سر شوی

رویترز خبري آژانس د ځینو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر، نورالحق علومي، له خپلې دندې استعفا ورکړې ده. د ښاغلي علومي د استعفا لامل په افغانستان کې د ناامنیو زیاتیدل ویل شوي دي.

د راپورونو له مخې ولسمشر محمد اشرف غني د ښاغلي علومي استعفا نده منلې. ارګ تر دې دمه پدې هکله څه ندي ویلي خو د اجرائیه ریاست ویاند جاوید فیصل د یکشنبې په ورځ د اشنا تلویزون سره په مرکه کې دا خبر رد کړ او کنگوسې یې وبللې.

ښاغلي فیصل زیاته کړه چې د حکومت په کچه د دې خبرې په هکله هیځ ډول بحث روان نه دی.

د کورنيو چارو وزارت هم دغه کنگوسې رد کړې چې په کې ويل شوي وو د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي استعفا کړې ده.

د دغه وزارت وياند صديق صديقي ازادي راډيو ته وويل چې دا اوازې ناسمې دي

تر دې مخکې رويټرز اژانس راپور ورکړى و چې د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي په افغانستان کې د وروستيو ناامنيو له کبله خپله استعفا ولسمشر ته وړاندې کړې ده.

که چیرې داخبر ریښتا وي نو د جمهور رئیس غني د حکومت لپاره چې د دفاع وزارت یی هم تراوسه پورې د سر پرست وزیر له خوا اداره کیږی، بل گوزار وي.

درې حکومتي او دیپلوماتیکې سرچینې چې د خپل هویت د ښودلو څخه یې ډډه کړې ده ویلي دي چې ښاغلي علومي خپله استعفا وړاندې کړې ده خو جمهور رئیس ددې وړاندېز تر منلو مخکې باید د هغه ځای ناستی ومومي.

د دې نه وړاندې د افغانستان د حکومت د ملي امنیت د ادارې مشر جنرال رحمت الله نبیل هم په یو غیر معمول اقدام کې چې لومړۍ یې پخپل فیسبوک پاڼې کې پر جمهور رئیس غني نیوکې کړې وې، وروسته یې بیا استعفا وکړه.

XS
SM
MD
LG