د لاس رسي وړ اتصالات

علومي:بدخشان کې د ملي اردو د عسکرو د وینو بدل اخلو


جنرال علومي د بدخشان د ولایتي چارواکو سره د خبرو په وخت وویل چې دې په دغه ولایت باندې بریدکونکي پیژني.
جنرال علومي د بدخشان د ولایتي چارواکو سره د خبرو په وخت وویل چې دې په دغه ولایت باندې بریدکونکي پیژني.

د بدخشان د ولایت د جرم په ولسوالۍ کې د ملي اردو په پوستو د افغان حکومت د مخالفو وسله والو په یوه برید کې دغو ځواکونو ته د درنو تلفاتو د رسیدلو وروسته افغانستان د کورنیو چارو وزیر جنرال نورالحق علومي په دغه ولایت کې میشتو خپلو ځواکونو ته د مخالفو وسله والو نه د ملي اردو د عسکرو د وینو د بدل د اخیستلوامر کړی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې جنرال علومي د پنجشنبې په ورځ د بدخشان ولایت د امنیتي وضیعت د ارزونې لپاره د ملي دفاع د وزارت د یو شمیر چارواکو په ملګرتیا دغه ولایت سفر کړی وو.

جنرال علومي د بدخشان د ولایتي چارواکو سره د خبرو په وخت وویل چې دې په دغه ولایت باندې بریدکونکي پیژني.

جنرال علومي وویل " زه له دې نه زیات څه د ویلو لپاره نه لرم پوهیږم چې دښمن څوک دی او څه کوي لکه چې ولسوال صاحب یې یادونه وکړه زه پوهیږم دا مرکزونه دي، له مونږ سره خپله دښمنې کوي له بهره تنطیم کیږي او راځي ".

یوه اونۍ وړاندې د تیرې جمعې په ورځ د افغان حکومت مخالفو وسلوالو د بدخشان ولایت د جرم په ولسوالۍ کې د افغان پوځ په امنیتي پوستو برید وکړ چې دفاع وزارت د راپور له مخې په کې ۲۳تنو عسکرو خپل ژوند د لاسه ورکړ.

که څه هم له سیمې په ورکړل شووراپورونو کې په دغه پیښه کې دملي اردو ځواکونو ته د سر پیښ شوی زیان زیات ښودل شوی دی.

د بدخشان د ولایتي شورا رئیس عبدالله ناجي نظري امریکا غږ ته وویل چې مخالفو وسلوالو له دغه برید وروسته له اتو عسکرو سرونه پرې کړي وو.

ښاغلي نظري وویل " هغه څه چې تائید شوي، امنیتي ادارې لکه د افغانستان د دفاع وزارت چې استازي یې دلته دي درویشت تنه تائیدوي درې بندیان او څلور لادرکه دي خو داسې رپوټونه هم شته چې په کې تر دیرشو د تلفاتو شمیر ښیي ".

ښاغلی نظري وایي چې ټاکل شوې ده چې د شنبې په ورځ د افغانستان جمهوررئیس هم فیض اباد ته لاړ شي او د دغې پیښې په باب د سیمې له خلکو او چارواکو سره وغږیږي.

ددغې پیښې وروسته په افغانستان کې په رسنیو کې داسې رپوټونه هم ورکړل شول چې په کې د پیښې یو علت د بدخشان په ولایت کې د ملکي او امنیتي ادارو ترمنځ د هماهنګۍ نشتوالی ښودل شوی دی.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي دي چې دغه وزارت ددغې پیښې په باب د هغه ځواکونو د کنډک له قوماندان څخه پلټنې پیل کړي چې د جرم په ولسوالۍ کې د ملي اردو د پوستو قومانده ورتر غاړې وه.

د افغانستان د پوځي چارو یو شمیرکارپوهان وایي د جرم د ولسوالۍ پیښه د افغان پوځ د ځینو سیمه ایزه قوماندانانو د غفلت له امله رامنځ ته شوې ده.

د افغانستان د پوځي چارو یو کارپوه عتیق الله امرخیل امریکا غږ ته وویل چې په جرم کې د کنډک قوماندان خپله وظیفه په سمه توګه نه ده سرته رسولې.

جنرال امرخیل وویل " د کنډک قوماندان نه وو، پوستې بې سرپرسته وې، د جګړې ابتکار اصلآ د دښمن په لاس کې وو، دښمن برید کړی او څوک نه وو چې سوق او اداره یې پرمخ وړې وې ".

جنرال امرخیل وایي چې بیا هم د ملي اردو عسکرو خپلو دښمنانو سره څلور ساعته جګړه کړې او بیا پرې مخالفانو بری ترلاسه کړی دی.

افغانستان جمهوري ریاست د رسنیو دفتر وایي چې د بدخشان ولایت د جرم د ولسوالۍ په پیښه د افغانستان د ملي امنیت په شورا کې هم خبرې شوي او په هراړخیز ډول دا پیښه ارزول شوې ده.

طالبانو د دغه برید مسولیت اخیستی دی او ویلي دي چې په دغه برید کې یې په زیات شمیر د ملي اردو د عسکرو د وژلو سربیره ددغو پوستو نه یوه اندازه وسلې او پوځي موټر هم ترلاسه کړي دي.

په افغانستان کې د پسرلي په رابره کیدلو د مخالفو وسلوالو په بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.

خو طالبانو ویلي دي چې تراوسه یې لا خپل پسرلني عملیات نه دي پیل کړي.

XS
SM
MD
LG