د لاس رسي وړ اتصالات

عمان کې کارګرو سره د غلام په څېر چلند کیږي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي د عمان حکومت د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره خپلې هڅې نه دي زیاتې کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي د عمان حکومت د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره خپلې هڅې نه دي زیاتې کړي

د بشري حقونو د څار سازمان وایي په عمان کې د مهاجر کارگرو د قوانینو له مخې په کار گمارنه د عماني کورنیو په ضمانت سره کیږي او زیات شمیر بهرني کارگر په ځانگړې توگه ښځینه خدمتگارې د کارگمارونکو له لورې استثمار او ناوړه گټه ترې اخیستل کیږي.

دغه سازمان وایي چې ځيني کارگران د ځان نه د دفاع لپاره ډیرو کمو امکاناتو ته لاس رسی لري.

د بشري حقونو د څار سازمان په یو نوي رپوټ کې د عمان د "کفاله" په نامه د مهاجر کارگرو سیستم په دې تورن کړی چې مالکانو ته یې واک ورکړی دی چې د کارگرو نه ناوړه گټه واخلي، ځکه مالکان د استخدام پر امکاناتو باندې بشپړ واک لري.

د بشري حقونو د څار سازمان د منځني ختیځ د ښځو د حقونو څیړونکې روتنا بیگم وایي "په عمان کې مالکان کولای شي چې مهاجر کارگر جبري کار ته اړ کړي پرته له دې چې ورته معاش، استراحت او یا هم خواړه ورکړي".

هغه وایي کارگر که وتښتي نو سزا به ورکول کیږي په داسې حال کې چې کارگمارونکي ددې ډول ناوړه چلند په خاطر خورا کم جریمه کیږي.

په عمان کې اوس شاوخوا ١٣٠٠٠٠ ښځینه کارگرې په خدمت بوختې دي. رپوټ وایي چې د عمان گاونډی هیواد عربي متحده امارات د بشري قاچاق د مرکز حیثیت لري چې هلته استخدام کوونکي مهاجرین پر کورنیو باندې پلوري او بیا په غیر قانوني توگه هغوی عمان ته بیول کیږي.

د بشري حقونو پلټونکو د ٥٩ ښځینه مهاجرو کارگرو سره مرکې کړي دي او داسې پیښې یې هم ثبت کړي چې دغه مهاجر په کې وهل شوي، ښکنځل شوي او په ورځ کې ٢٠ ساعته کار ته اړ کړای شوي دي پرته له دې چې مناسب مزد ورکړل شي.

رپوټ وایي "حالات دومره بوږنونکي دي چې یو شمیر هیوادونو لکه اندونیزیا د ثبت شویو پیښو په وجه خپل اتباع عمان او نورو هیوادونو ته له مهاجرت منع کړي دي

رپوټ د عمان پر حکومت د کارگري قوانینو د اصلاح کولو غږ کړی دی چې د کارگرو حفاظت په قانون کې شامل کړای شي او د کفاله په نامه د استخدام د ملاتړ سیستم لغوه کړي. همداشان عماني پولیس او نور چارواکي هڅوي چې د داخلي کارگرو د تیښتې په صورت کې هغوی ته د سزا ورکولو او بیرته بدچلنده مالکانو ته د سپارلو پر ځای د هغوی ساتنه وکړي.

په روان کال کې د امریکا متحده ایالاتو عمان د انساني قاچاق په کلني رپوټ کې دوه درجې نور هم ښکته کړ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د عمان حکومت د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره خپلې هڅې نه دي زیاتې کړي.

XS
SM
MD
LG