د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د وسلو د کنټرول لپاره پر کانګرس فشار راولئ


ولسمشر اوباما د اکټوبر په لومړۍ نېټې د اورېګن د پېښې په هکله مطبوعاتي کنفرانس ته وینا کوي
ولسمشر اوباما د اکټوبر په لومړۍ نېټې د اورېګن د پېښې په هکله مطبوعاتي کنفرانس ته وینا کوي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د عامو خلکو نه غواړي چې پر کانګرس دې فشار راولي چې د وسلو په برخه کې منطقي قوانین رامنځ ته کړي. ولسمشر اوباما وروسته له هغه نه دغه غږ وکړ د اوریګن ایالت په یوه پوهنتون کې یوه وسله وال ۹ کسه ووژل او ۷ کسه نور یې ټپیان کړل.

ولسمشر اوباما پر امریکایانو غږ وکړ چې د انتخاباتو پرمهال دي یې دا په یاد وي چې کوم کاندیدان د وسلو په هکله د قوانینو د رامنځ ته کېدو طرفداره دي او څوک یې مخالفه دي.

ښاغلي اوباما داسې وویل "دا یو سیاسي انتخاب دی چې مونږ یې لرو او په لړ کې یې هر څو میاشتې بعد په امریکا کې دغه راز پېښې کېږي. مونږ په مجموع کې د هغو کورنیوو د ځواب ویلو مسولیت لرو چې زمونږ د بې باکۍ او عدم اقدام له امله یې خپل د کورنۍ غړي د لاسه ورکړي دي. "

پرون د پنجشنبې په ورځ یوه ۲۰ کلن وسله وال د امپکوا پر پوهنتون برید وکړ او د صنفونو دننه یې په ډزو کې ۹ کسه ووژل او ۷ کسه نور یې ټپیان کړل.

چارواکي وايي چې برید کونکي د حملې څخه مخکي پر ټولنیزو رسینوو باندې خپل پلان شریک کړی و. پولیس اوس د ایالتي او فیډرالي مراجعو څخه مرسته ترلاسه کوي چې د برید کونکي د حملې لامل په ډاګه کړي.

د پېښې یو قرباني وايي چې هغه لومړۍ د خلګو څخه د هغوي د مذهب پوښتنه کوله او بیا به یې برید پر کوی. خو چارواکي وايي چې برید کونکي د کوم نړیوال تروریستي ګروپ سره لاس نه درلودی.

XS
SM
MD
LG