د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د اوریګن په ایالت کې مشکوک بم چونکی نیول شویدی


د امریکا د اوریګن په ایالت کې مشکوک بم چونکی نیول شویدی

د امریکا د اوریګن په ایالت کې مشکوک بم چونکی نیول شویدی

امریکایي څارنوالان وایي چي په ( اوریګان ) کي یو تنکی ځوان چي اصلا د سومالیې دی، د یوې تروریستي دسیسې په تور نیول شويدي.

په هغه باندي دا تور لګیدلی چي غوښتل یې پرون د جمعې په ورځ د اوریګان په پورټ لینډ کي د کریسمیس د یوې وني د روښانه کولو د مراسمو په وخت د موټر بم چاودنه وکړي.

چارواکي وایي چي ١٩ کلن محمد عثمان محمد د امریکا د فیډرالي استخباراتو د ادارې د جاسوسانو له خوا وروسته له هغه ونیول شو چي خپل موبایل تلیفون یې را وایست، هغه یې چالان کړ او غوښتل یې په دې وسیله یو بم وچوي، مګر په دې وخت کي د ( ایف بي آي ) جاسوسانو د هغه مخابره کشف کړه.

محمد عثمان محمد ته مخکې هم د مخفي جاسوسانو له خوا جعلي چاودیدونکي مواد ورکړه شوي وو او جاسوسانو ته دا معلومه شوې وه چي هغه تیر کال هم د یوې دسیسې د کولو کوشش کړی و.

څارنوالان وایي چي محمد عثمان محمد څو میاشتي مخکي د ايمېل په واسطه جاسوسانو ته چي ځانونه یې ده ته د ملګرو په توګه معرفي کړي وو، خپل پلان افشا کړی و، په داسي حال کي چي هغه په دې باور درلود چي په پاکستان کي د خپل یوه شریک او ملګري سره په تماس کي دی.

XS
SM
MD
LG