د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایی مسلمانانو د اورلنډو پېښه غندلي


په واشنگن ډي سي کې د میک سپیس په نوم د اسلامي مرکز مشر امریکا غږ ته ویئلي دي چې د بیگناه خلکو وژل یو بزدلانه عمل دی چې هر مسلمان او انسان ې غندي او هیڅ د زغملو وړ نه دی.

په فلوریډا کې د امریکا د اسلامي اړیکو شورا یوه بیانیه خپره کړيده چې وایی مونږ دغه د کرکې وړ عمل په سختو ټکو غندو او د قربانیانو او زخمیانو د کورنیو سره خواخوږي څرگندوو. په دغه اعلامیه کې لیکل شوي چې مسلمانان په دی مشکل وخت کې د قربانیانو دکورنیو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او دغه عمل هیڅ ډول د منلو وړ نه دی.

په اورلنډو کې د اسلامي مرکز امام طارق رشید وایي چې یو مذهب هم د داسي غیر انساني عمل اجازه نه ورکوي.

په واشنگټن ډي سي کې د امریکا د اسلامي اړیکو د شورا مشر نهاد عواد ویلي دي چې ډیره ساده خبره ده چې دغه حمله د کرکې جرم وو. هغه وویل چې دوي د همجنسبازانو د ډلې سره خواخوږي څرگندوي. هغه زیاته کړه چې ترهگر غواړي خلک په ډلو ووېشي.

په دې برسیره د امریکا په بیلا بیلو برخو کې د مسلمانانو مختلفو ډلو دغه حمله غندلي ده.

XS
SM
MD
LG