د لاس رسي وړ اتصالات

ارزګان امنیتي چارواکي: د ترینکوټ د سقوط ګواښ له منځه تللی


د کندهار د پولیسو قوماندان جنرال عبدالرازق په ارزګان کې د طالب وسله والو پروړاندې د افغان ځواکونو د عملیاتو مشري په غاړه لري.
د کندهار د پولیسو قوماندان جنرال عبدالرازق په ارزګان کې د طالب وسله والو پروړاندې د افغان ځواکونو د عملیاتو مشري په غاړه لري.

د ارزګان امنیتي چارواکي وایي، د طالبانو له خوا د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ د نیولو هڅه یې په بشپړه توګه شنډه کړې، خو د تیرو څلور ورځو راهیسې په دغه ولایت کې مخابراتي شبکوخپل فعالیتونه درولي دي.

د ارزګان په ولایت کې د روانو نظامي عملیاتو مشر او د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل، چې د ترینکوټ ښار هغه برخې د دولت د وسله والو مخالفینو له حضور څخه پاکي شوي چې د دې ښار لپاره تهدید بلل کیده .

جنرال عبدالرازق وویل "موږ ډاډ و رکوو چې د ارزګان خلک به نیکمرغه لوی اختر په خوشحالۍ سره ولمانځي او امنیتي ساحه به نور هم پراخه شي موږ دلته په ارزګان کي تر هغو پورې یو چې د ښمن په بشپړه توګه له منځه نه وي تللی".

د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل، چې تیره شپه د ترینکوټ ښار په شمالي او ختیځو برخو کې د وسله والو مخالفانو په مرکزونو هوايي بریدونه شوي چې تر ۴۰ زیات وسله وال مخالفین په کښې وژل شوي دي.

ښاغلي نایاب وویل " شمالي برخه کي د سفید خار ، چرمګر ، خرماب او دیجو سیمي او په ختیځه برخه کي د دوراهي ، سرمرغاب ناوه او سرچخلوپه سیمه کې د دښمن پر مرکزونو سختي بمباری شوي چې پدغو سیمو کې دښمن غوښتل خپل ټپیان او د وژل شویو کسانو جسدونه انتقال کړي" .

دا سیمې په شمال او ختیځه برخه کې له ترینکوټ ښار څخه پنځه کلیو میتره فاصله لري .

له بلې خوا له تیرو څلورو ورځو راهیسې په ارزګان کې خصوصي مخابراتي شبکو خپل فعالیتونه په ټپه درولي چې له خپلواکو منابعو څخه د ارزګان د وضعیت معلومول يې سخت کړي دي.

دم ګړۍ په دغه ولایت کې یوازې د سلام په نوم نیمه دولتي مخابراتي شبکه فعالیت لري .

د ارزګان د والي ویاند وايي چې دوی ته له تیرو ورځو راهیسې د افغان بیسم ، روشن ، ام ټي این او اتصالاتو مخابراتي شبکو ځايي مسئولینو ویلي چې د وروستی جګړې له کبله په ترینکوټ کې د دوی انتنونو ته تخنیکي ستونزې پيدا شوي چې د ترمیم کارونه یې پیل شوي دي .

خو د ارزګان ځايي اوسیدونکو امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، چې خصوصي مخابراتي شبکو په دغه ولایت کې د دولت د وسله والو مخالفینو د ګواښ له کبله خپل فعالیتونه درولي .

د اروزګان د نا امنیو له کبله تر زرو زیاتي کورنۍ کندهار او زابل ولایتونو ته کډه شوي دي.

وسله والو طالبانو د ارزګان د تیرې شپې د هوايي بریدونو او په کښې دغې ډلې ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کومه تبصره نه ده کړې .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG