د لاس رسي وړ اتصالات

د اسامه د موندلو په تور د نیول شوي اپريدي نامعلوم برخلیک


شکیل اپریدی په ۲۰۱۲ کال په ۳۳ کلونو بند محکوم شو
شکیل اپریدی په ۲۰۱۲ کال په ۳۳ کلونو بند محکوم شو

د شکيل اپریدي وکیل وايي، چې د موکل د دویمې محکمې قضیه یې ډېره ورو روانه ده او شاوخوا څلور کاله کیږي، چې هغه یې نه دی لیدلی.

د پاکستان حکومت په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته، شکیل اپریدی ونیوه او تورن یې کړ، چې امریکایانو ته یې د اسامه څرک لګولی دی، خو په خپله اپریدي او د هغه مدافع وکیل دا تور نه مني.

په پاکستان کې یوې محکمې په ۲۰۱۲ کال کې، ډاکټر اپریدی له هېواد سره د خیانت او قانون ماتولو په تور په ۳۳ کلونو بند محکوم کړ، خو هغه د محکمې پرېکړه ونه منله او د دویمې بلې محکمې غوښتنه یې وکړه.

د ښاغلي اپریدي مدافع وکیل قمرندیم د امریکا غږ ډیوې راډیو ته وویل، چې له پنځو کلونو بند تېرولو سره سره يې لا هم د موکل د دویمې محکمې په اړه د هو یا نه خبر نه دی ترلاسه شوی.

هغه وايي "دوه کاله کیږي، چې د هغه د قضیې ریګارډ تراوسه نه دی راغلی. په ۲۰۱۲ کال کې مې لیدلی دی، بیا مې نه دی لیدلی. په دوو میاشتو کې یو وارې ښځه او ماشومان یې پرېښودل کیږي، چې ورسره وګوري. خو ورور او مدافع وکیل یې نه پرېښودل کیږي".

وکیل ندیم ونه ویل، چې ولې یې د مدافع وکیل قضیه دومره ورو روانه ده، خو داسې ویل کیږي، چې د پاکستان قضايي ځواک نغواړي، چې د شکیل اپریدي دویمه محکمه دې ژر وشي.

نوموړی وايي د ځینو ستونزو له کبله د ښاغلي اپريدي ښځه نه وايي چې له خپلو ماشومانو سره په کوم ځای کې ژوند کوي، خو په خپله شکیل اپریدی د خیبرپښتونخوا د پېښور د مرکزي زندان په یوې ځانګړې خونې کې ساتل کیږي.

داسې راپورونه هم شته، چې د هغه روغتیا ښه نه ده، خو د زندان چارواکي وايي چې په کومې لویې ناروغۍ اخته شوی نه دی.

ځینو امریکایي چارواکو هم د هغه د پرېښودو غوښتنه کړې وه. اسامه بن لادن د القاعده شبکې مشر و، چې د امریکا په تجارتي ودانیو بریدونو کې تورن و او دکلونو کلونو لپاره له سترګو پنا و.

خو، د ۲۰۱۱ کال د مۍ په دویمه نېټه امریکا اعلان وکړ، چې د یو لړ خاصو عملیاتو په ترڅ کې اسلام اباد ته نژدې په ایبټ اباد کې اسامه بن لادن وواژه او مړی یې سیند ته ګوزار کړ.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG