د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د بن لادن میرمنې د هغوی له خوښې پرته نه سپارو


پاکستان: د بن لادن میرمنې د هغوی له خوښې پرته نه سپارو
پاکستان: د بن لادن میرمنې د هغوی له خوښې پرته نه سپارو

د پاکستان هغه کمیسیون چې د اسامه بن لادن د وژل کیدو د عملیاتو په اړه څیړنې کوي وايي چې د بن لادن کورنۍ به د هغوی له رضایت نه پرته بل ځای ته ونه لېږل شي.

د القاعده مشر اسامه بن لادن د مې په دوهمه د پاکستان د ایبټ آباد په ښار کې د امریکايي ځانګړیو قواوو په چپاو کې ووژل شو.

له هغه وروسته د بن لادن درې میرمنې او د هغه څو ماشومان له پاکستان سره په توقیف کې دي.

د پاکستان چارواکیو ویلي چې د هغه کشرﺉ میرمن د یمن ده او دوه نورې یې د سعودي عربستان دي، هغه به خپلو هېوادونو ته ولېږل شي.

خو د مې میاشتې د چپاو د څیړنې کمیسیون د سه شنبې په ورځ ناوخته وویل د پاکستان د کورنېو چارو وزارت او د نظامي استخباراتو اداره غواړي دا خبره یقیني شي چې د بن لادن کورنۍ د هغوی له منظورﺉ نه پرته نورو هیوادونو ته ونه لېږل شي.

چارواکیو ویلي وو چې د هغه کشرﺉ میرمن به ډیر ژر یمن ته ولیږل شي. دغه کمیسیون دا هم ويلی دي چې دوی به د مې د میاشتی د چپاو په برخه کې ازاد او بشپړ تحقیقات وکړي.

د پاکستان ډیر کمیسیونونه د نظامي استخباراتو تر اغېزو لاندې وو.

قبایلي سیمو کې روانه ناامني

د پاکستان استخبارات وايي د دوی عسکرو چې د هلیکوپټرونو ملاتړ ورسره و، لږ تر لږه څلور تنه افراطیان په شمال ختیځو قیابلي علاقو کې وژلي دي.

چارواکي وايي دا جګړه د چارشنبی په ورځ په میرانشاه کې چې په شمالی وزیرستان کې پروت دی، وروسته له هغه نه ونښتله چې افراطیانو د پاکستان پر عسکرو برید وکړ.

په دغه نښته کې پنځه تنه عسکر او پنځه تنه افراطیان زخمي شویدي.

همدارنګه نن دچارشنبی په ورځ، چارواکیو وویل چې یو شمیر افراطیان د افغانستان له خاورې نه د پاکستان خاورې ته را داخل شول او د بر دیر په سیمه باندې یې برید وکړ. خو سمدلاسه د کومو ځاني تلفاتو رپوټ ندی راغلی.

پاکستاني چارواکیو پرون هم ویلي وو چې یو زیا ت شمیر طالب جګړه مار له افغانستان څخه پاکستان ته داخل شول او په پاکستانی پوځي پوستي یې برید وکړ- په هغه برید کې د پاکستان پوځ یو سرتیری او دوه وسله وال طالبان ووژل شول.

له بل پلوه د پاکستان پوځ ویلي دي چې د افغانستان سرحد ته څیرمه د کرمې په قبایلي سیمي کې به هوایی او ځمکنۍ حملې تر هغه وخت پورې جاري وساتي څو دا سیمه د جګړه مارانو څخه پاکه کړي.

XS
SM
MD
LG