د لاس رسي وړ اتصالات

د ناموسي وژنو مستند فلم د اسکار جایزه وگټله


لیوناردو دي کپریو ترټولو غوره نارینه او بري لارسون تر ټولو غوره ښځینه لوبغاړي شول.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف د یکشنبې په شپه د "ناموسي وژنې" د فلم د جایزې گټل وستایل او ژمنه یې کړې چې حکومت یې ددغو وژنو د مخنیوي لپاره د یو قانون په جوړولو بوخت دی.

"په سیند کې نجلۍ: د بخښنې بیع" مستند فلم چې د اسکار جایزه یې خپله کړه د یوې ځوانې ښځې کیسه انځوروي چې د یو نارینه سره د واده کولو په خاطر چې کورنۍ یې ورسره مخالفه ده د خپل پلار او کاکا له لورې وهل ټکول کیږي، او په مرمیو باندې له ویشتلو وروسته په سیند کې اچول کیږي.

د ښه مستند فلم جایزې گټونکې پاکستانۍ ژورنالیستې او فلم جوړونکې شرمین عبید چینوی په ٢٠١٢ کال کې هم د مستند فلم د اسکار جایزه گټلې وه چې فلم یې په پاکستان کې پر ښځو باندې د تیزابو د شیندلو په اړه و.

د ناموسي وژنو جنجالي موضوع د نړۍ په زیاتو هیوادونو کې د رواج او دود دستور سره تړاو لري چې پاکستان هم یو له دغو هیوادونو څخه دی.

د پاکستان د بشري حقونو د کمیسیون د راپور له مخې تیر کال څه دپاسه ٥٠٠ نارینو او ښځینو د ناموسي وژنو په وجه ژوند له لاسه ورکړی دی.

د Spotlight یا رڼا اچونکي څراغ فلم د یکشنبې په شپه د اسکار جایزو د ٨٨ جشن په مراسمو کې د ترټولو ښه فلم جایزه خپله کړه چې د فلم موضوع یې د کاتولیک کشیشانو له لورې له ماشومانو څخه د جنسي استفادې په اړه ده.

د کال د غوره نارینه لوبغاړي جایزه لیوناردو دي کاپریو خپله کړه. دي کاپریو اسکار ته د څو ځلې نوماندیدو وروسته، بالاخره د ریویننټ یا له گور نه راستون شوي په نامه فلم کې د غوره لوبغاړې جایزه وگټله. هغه په دې فلم کې د یو سرحدي ساتونکي په توگه څو کیلومتره ځان په واورو کې کشوي چې غچ واخلي. د کال د ښه ډایرکټر جایزه هم د همدې فلم ډایرکټر ته ورکړل شوه.

همداشان بري لارسون د Room یا خونې په فلم کې د رول په وجه د کال غوره ښځینه لوبغاړې شوه او د اسکار جایزه یې خپله کړه.

د Mad Max یا لیوني مکس فلم د کالیو د ښه طراح، سینگار، تولید او آواز ثبتولو په گډون شپږ جایزې خپلې کړې.

د نژدادي توپیر د ادعاو په وجه د تیرې شپې د اسکار په مراسمو کې د یو شمیر تورپوستو هنرمندانو نه گډون او د امریکا د متحده ایالاتو د مرستیال ولسمشر جوبایدن ناساپي راڅرگندیدل په دې جشن کې بیساري وو.

XS
SM
MD
LG