د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال د نړۍ په ۵۰ هېوادونو کې ټاکنې کېږي، افغانستان په کې نه شته


سږکال به د نړۍ په ۵۰ هېوادونو کې انتخابات کېږي
سږکال به د نړۍ په ۵۰ هېوادونو کې انتخابات کېږي

ټاکل شوې چې په روان ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ په ۵۰ هېواونو کې،‌ چې د نړۍ څه باندې ۵۰ سلنه نفوس په کې ژوند کوي، انتخابات وشي.

د متحدو ایالتونو په ګډون به بریتانیا، هند، پاکستان، روسیه، تایوان، السلوادور، مکسیکو، جنوبي افریقا او نور هېوادونه د انتخاباتي منډو ترړو او مبارزو شاهدان وي.

افغانستان چې په ۲۰۲۱ کې په کې «جمهوریت نسکور» شو او د «طالبانو امارت» بیا واکمن شو، په دغه لست کې شامل نه دی. طالبان خپل امیر لري او امیر د ټاکنو له لارې نه انتخابوي. تر دې مخکې په تېرو شاوخوا ۲۰ کالونو کې د عمومي انتخاباتو له لارې د افغانستان ولسمشر انتخاب کېده. نړیواله ټولنه د طالبانو «امارت» په رسمیت نه پېژني.

په نړۍ کې به په انتخاباتي مبارزو کې کاندیدان د بشري حقونو، اقتصادي مسائيلو، نړیوالو اړیکو، سولې، ثبات او نورو پیچلیو موضوعګانو په اړه غږېږي او خپل پلانونه به اعلانوي.

ویل کېږي چې په ځینو هېوادونو کې به انتخابات ازاد او شفاف نه وي‌ او په ځینو نورو کې بیا د کاندیدانو ځپل، د درغلیو له کبله ټاکنو ته د خلکو کمه لیوالتیا، د ناسمو معلوماتو خپرېدل او دا نور مسائیل د دموکراسۍ برخلیک د ټاکنو په یوې اصلي مسئلې بدله کړې ده.

په متحدو ایالتونو کې وړاندوینې داسې دي چې ښایي یو ځل بیا جوبایډن او دونالډ ټرمپ سره مخامخ شي.

په تایوان کې به د سه شنبې په ورځ د چین تر سخت فشار لاندې د جمهوري ‌ریاست او پارلمان انتخابات وشي‌ چې پایلې یې د امریکا او سیمې د هېوادونو لپاره مهمې ګڼل کېږي.

چین ګواښ کړی دی چې د پوځي ځواک په زور به تایوان له خپلې خاورې سره یو ځای کړي. خو د تایوان ۲۳ میلیون نفوس خپل استقلال غواړي.

په بنګله دېش کې بیا شیخ حسینه د څلورم ځلې لپاره د دغه هېواد صدراعظمه شوه، خو د هغې سیاسي مخالفانو له ټاکنو سره پرېکون کړی و.

ټاکل شوې چې په هند کې به د ۲۰۲۴ کال په منځ کې انتخابات وشي او ویل کېږي چې د نریندرا مودي د بهارتیا جنتای واکمن ګوند به ګټونکی وي.

په پاکستان کې پارلماني ټاکنې د فبرورۍ په اتمه نېټه پلان شوي. خو د دغه هېواد یو مخالف سیاستوال عمران خان په زندان کې دی او په ټاکنو کې د ګډون کولو حق ترې اخیستل شوی او د هغه په سیال د پاکستان په پخواني صدراعظم نواز شریف باندې د فساد لګول شوي تورونه لېرې شوي او په ټاکنو کې د ګډون اجازه ورکړل شوې ده.

شننونکي وايي چې د پاکستان د انتخاباتو پایله به یو ماتېدونکی حکومت وي.

په اندونیزیا کې به بیا رایه ورکوونکي د اوسني ولسمشر یوکو ویدودو د ځای ناستي ټاکلو لپاره رایه ورکوي. د نظر پوښتنې پایلې د دفاع د وزیر پرابوو سوبیناتو او د جاوا د پخواني والي ګانجر پرانوو ترمنځ سخت رقابت څرګندوي.

په روسیې کې د ولادیمیر پوتین بری تقریبآ یقیني‌ بلل کېږي، هغه له کوم قوي سیاسي رقیب سره مخامخ نه دی. د هغه سرسخت مخالفان یا بندیان دي، یا شړل شوي او یا هم مړه شوي دي.

د روسیې په ګاونډ بلاروس کې هم د الکساندر لوکاشینکو د بري چانسونه زیات ښکاري. د لوکاشینکو زرګونه سیاسي مخالفان یا بندي دي او یا هم له هېواد څخه تښتېدلي دي.

د جون په میاشت کې به د اروپايي ټولنې پارلماني‌ انتخابات هم پيل کېږي.

په ډېرو هېوادونو کې له انتخاباتو مخکې په ټاکنو کې د فساد،‌ درغلیو او تقلب تورونه لګول شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG