د لاس رسي وړ اتصالات

لږ تر لږه ۸۰ سلنه افغانې خبریالانې بې‌روزګاره شوي - د رسنیو ملاتړي


د رسنیو د ملاتړ ادارې وايي، په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کېدو راهیسې ددغه هېواد له نیمايي زیاتې رسنۍ له فعالیت څخه لوېدلي او لږ تر لږه ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

دغو ادارو د طالبانو له لورې پر رسنیو له لګول شویو محدودیتونو سر ټکولی او له نړیوالي ټولنې یې غوښتي چې په افغانستان کې د مالي ملاتړ په برخه کې د رسنیو لاسنیوی وکړي.

د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د اتحادیې رئیس حجت الله مجددي وايي: "که چیري د اسلامي امارت ادارې له کومو خبریالانو سره ستونزه ولري، اصولي او قانوني لاره یې د تخطیو کمیسیون دی چي هلته باید تعقیب شي. بله مسئله دا چې نړیوالي ادارې باید په افغانستان کې د رسنیو مالي ملاتړ وکړي."

رجینا نوري چې د مشرانو جرګې د تلویزون ویانده وه، د جمهوريت تر سقوط وروسته د لنډ وخت لپاره پر کور شوه. اغلې نوري چې د یوې ۱۲ کسیزې کورنۍ اقتصادي بوج پر غاړه لري، له حالاتو سره مبارزه کوي او اوس د یوټیوب یو چینل له لاري په خپل مسلک بوخته ده.

رجینا د خبریالانو او یوټیوبرانو سره پر روان وضعیت اندېښمنه ده. نوموړې وايي چې رسنۍ او خبریالان د ټولني مهم قشر دی او له طالبانو غواړې چې د دوی امنیت ته باید توجه وکړي، کنه موجود خبریالان هم مجبوریږې چې وطن پرېږدي.

شنونکي وايي چې پخوا د ستونزو په رسولو کې ښځینه خبریالانو ځانګړی رول درلود. د دوی په خبره چې د ښځینه خبریالانو رول د میرمنو د ستونزو په حل کې اړین دی.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې ګلالۍ صافۍ وايي: "د ستونزو موجودیت، خاصتاً د میرمنو مشکلات به څنګه تر خلکو او نړۍ پوري ورسیږي؟ موږ په جمهوریت کې ددې شاهد وو چي یو ستونزه به پیښه شوه خبریالانو به دا غږونه پورته کړل او ستونزې ته به رسیدګي کېدله."

د بې پولي خبریالانو ادارې (RSF) د وروستي‌راپور په اساس، د شاوخوا ۱۲ زره افغان خبریالانو له دریو څخه دوه برخې خپل مسلک پرې ایښی دی.

طالبانو تل ویلي دي چې په افغانستان کې د شریعت په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او د رسنیو فعالیت ته ژمن دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG