د لاس رسي وړ اتصالات

پاچا خان پوهنتون لاهم بند دی


پاکستاني طالبانو څه موده مخکې د پاچا خان پر پوهنتون برید وکړ او شاوخوا ۲۰ تنه یې ووژل.
پاکستاني طالبانو څه موده مخکې د پاچا خان پر پوهنتون برید وکړ او شاوخوا ۲۰ تنه یې ووژل.

د دوشنبې په ورځ د پاچا خان پوهنتون مشرتابه اعلان وکړ چې پوهنتون به تر هغه بند وي چې کلک امنیتي تدابېر یې نیول شوي نه وي.

د پوهنتون مشر ډاکټر فضل الرحیم مروت وویل چې پوهنتون به له امنیتي ارزونې وروسته بېرته پرانیستل شي، خو ویې نه ویل چې دغه ارزونه به کله وشي.

څه موده وړاندې یو شمېر وسله وال دغه پوهنتون ته ننوتل او شاوخوا ۲۰ زده کوونکي او ښوونکي يې ووژل، پاکستان وايي برید په افغانستان کې پلان شوی و، خو افغان چارواکو دا خبره په کلکه رد کړې ده.

د دغه برید مسولیت د پاکستاني طالبانو ډلې واخیست.

ښاغلي مروت وویل چې په برید کې د پوهنتون ځینې برخې هم زیانمنې شوي چې اوس یې د بیارغونې کار پيل شوی او همدغه راز د پوهنتون امنیتي کیمرې به هم له سره ورغول شي.

په همدې حال کې د دوشنبې په ورځ د په خیبر پښتونخوا کې د خصوصي سکتور د پوهنتونونو ټولنې یوه غونډه وکړه او پر حکومت یې غږ وکړ چې د پوهنتون امنیتي تدابېر لا کلک کړي.

پر پاچا خان پوهنتون د برید د ارزونې لپاره د پښتونخوا ایالت ټاکل شوې کمیټې وړاندیز کړی و چې باید د پوهنتون مشر او امنیتي مسول دې له دندو لېرې کړل شي.

خو د پوهنتونونو د ټولنې مشر محمد الیاس د امریکا غږ ډیوې څانګې ته وویل چې د پوهنتون امنیت د حکومت کار دی نه د پوهنتون د چارواکو.

نوموړي وویل چې د برید په تور د پوهنتون د مشر لېرې کول سم کار نه دی او که داسې وشي دوی به یې پر ضد احتجاج وکړي او لارو کوڅو ته به ووځي.

XS
SM
MD
LG