د لاس رسي وړ اتصالات

پګواش د افغانستان د سولې په اړه یوه غونډه جوړوي


پګواش د ۲۰۱۱ کال راهیسې د افغانستان د سولې په برخه کې یو لړ غونډې جوړې کړي دي
پګواش د ۲۰۱۱ کال راهیسې د افغانستان د سولې په برخه کې یو لړ غونډې جوړې کړي دي

پګواش وایي، چې تر دوو میاشتو د افغانستان د سولې په تړاو د افغان حکومت او طالبانو د استازو په ګډون د سیمې په یو هیواد کې یوه لویه غونډه جوړوي.

د پخوانیو مجاهدینو د مشرانو او سیاسي ډلو د استازو سره په کابل کې د یوې ناستې وروسته د پګواش د نړیوالې ادارې د افغانستان د دفتر رئیس خلیل الله ساپي د سه شنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې تر اوسه د غونډې ځای نه دی ټاکل شوی، خو تمه ده چې دا غونډه د راتلونکې عیسوي میاشتې په وروستیو او یاهم د فبرورۍ په لومړیو کې د سیمې په یو هیواد کې وشي.

ښاغلي ساپي وویل "مونږ تمه لرو چې دا غونډه به د جنورۍ په وسط او یا د فبرورۍ په اوایلو کې جوړه شي اود سیمې د هیوادونو څخه په یو هیواد کې به جوړه شي".

د پګواش د ادارې دغه چارواکی وایي، چې په نننۍ غونډه کې د پخوانیو مجاهدینو د یو شمیر مشرانو او شخصیتونو سربیره، د یو شمیر سیاسي ډلو مشرانو او چارواکو هم ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د افغانستان د جمهوري ریاست پخوانی لومړی مرستیال محمد یونس قانوني، د اوبو او بریښنا پخوانی وزیر محمد اسمعیل خان، د پخوانیو مجاهدینو یو مشر حاجي دین محمد، د نوې ملي جبهې مشر ډاکټر انوارلحق احدي، د کورنیو چارو پخوانی وزیر محمد عمر داودزی، ، د افغانستان د انسجام ملي د ګوند د رهبرۍ شورا ډاکټر صادق مدبر، د ولسي جرګې غړی اسدالله سعادتي او یو شمیر نورو شخصیتونو برخه اخیستې وه.

په کابل کې دا غونډه د روان کال د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې د جوړې شوې غوڼډې په دوام جوړه شوې وه.

د پګواش د ادارې د افغانستان د دفتر مشر وايي، چې د سولې په ۱۹ ماده ایز د پیشنهادي پلان په مسوده کې د اوربند مسله هم شامله ده چې نن هم پرې د غونډې ګډونوالو خبرې کړي دي.

ښاغلي ساپي وویل "لومړۍ ماده د دې اوربند دی، اوربند او د اوربند میکانیزم او د هغې د تطبیق موضوع ده".

خلیل الله ساپی وایي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالویش او په تدریجې ډول وتل، د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لست څخه د طالب چارواکو د نومونو ایستل، د سولې د خبرو د پیل لپاره د طالبانو د سیاسي دفتر پرانیستل او د طالب بندیانو تبادله، د ښځو او بشري حقوقو په اړه موضوعات هم په دغو ۱۹ مادو کې شاملې مسلې دي.

تراوسه لا څرګنده نه ده چې افغان حکومت او د طالبانو استازي به د پګواش په راتلوونکي غونډه کې برخه واخلي او که نه، خو خلیل الله ساپی وایي چې د دغې ادارې په تیره غونډه کې چې په ۲۰۱۵ کال کې په قطر کې جوړه شوې وه، هم طالب چارواکو او هم د جمهور رئیس محمد اشرف غني تره قیوم کوچي برخه لرله.

پګواش د ۲۰۱۱ کال راهیسې د افغانستان د سولې په برخه کې یو لړ غونډې جوړې کړي دي، خو ترواسه په دغو خبرو کې په رسمي ډول نه د افغان حکومت او نه هم د طالبانو استازو برخه اخیستې ده.

ډ افغانستان د نوې ملي جبهې رئیس انوارلحق احدي چې په نننۍ غونډه کې یې برخه لرله د امریکا غږ ته وویل "هغه څه چې مونږ سره مرسته کوي په داسې غونډو کې زمونږ ګډون کوم تاوان نه لري، وګورو چې هغوی خپل ځان وازمایې، کله چې ورته د سولې وړاندیز کیږي بلاخره مني یې او که ردوي یې".

د پګواش اداره وایي، دا اداره تمه لري چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دا غیررسمي تماسونه به بلاخره په رسمي تماسونو بدل شي او د افغنستان د جګړې ښکیلي خواوي به سره د سولې خبرو ته کښیني.

XS
SM
MD
LG