د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار: پاکستان د ګوشتې پر سیمه ډزې کړي


ننګرهار: پاکستان د ګوشتې پر سیمه ډزې کړي
ننګرهار: پاکستان د ګوشتې پر سیمه ډزې کړي

د ننګرهار سرحدی پولیس وایي پاکستاني پوځیانو د افغانستان د سرحدی قواوو پر مورچلو او د ولسی خلکو پر کورونو تېره شپه د درنو وسلو ډزې کړیدي چې په ترڅ کې یې یو سرحدي پولیس زخمي شویدی.

خو په جلال اباد کې د پاکستان د کونسلګرۍ چارواکي دا رپوټونه نه مني.

د سرحدي پولیسو د لومړۍ لوا قوماندان جنرال امین الله امرخیل وایي پاکستانی قواوو له څو ورځو راهیسی د ننګرهار ولایت د ګوشتې په سرحدی سیمه کی د دوی پر امنیتی پوستو او دغه راز د ډیورنډ پولی ته څیرمه د استوګنې پر کورنو د درنو وسلو برید کړی. دی وایي تیره شپه هم د توپونو نهه ګولۍ د افغانستان لورې ته توغول شوي او د دوی پر پوستو لګیدلی چې له امله یې د دوی یو عسکر زخمي شوی او د څو ورځنیو پرله پسې بریدونو له امله تر پنځو سوو زیاتو کورنیو خپل کورونه پرې ایښي دي .

جنرال امرخیل وویل دوی خپلې اندیښنی په بګرام کي پاکستاني او امریکایي پوځی چارواکو سره شریکې کړي چې په وینا یې پاکستاني لوري ډاډ ورکړی و چې تیری پیښی به بیا نه تکراریږي. خو له دې سره سره په خپلو ژمنو ونه درېدل. دی وایی افغان سرحدي قواوو د همدغو اندېښنو له امله سیمی ته درنې وسلې لېږدولې دي.

جنرال امرخیل وایي د سیمې قومي مشرانو هم ډاډ ورکړی چی دپاکستانی قواوو د بریدونو دځواب په ورکولو کی به ورسره مرسته وکړي.

خو دلته په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ چارواکي دا نه مني چې ګواکی پاکستانی لوری دی له خپلې ژمنې سرغړونه کړې وي. د پاکستان کونسل محمد توفیق غوری وایی له څه مهال راهیسی پاکستانی پوځونه په سیمه کی دوسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دی دوی غواړی چی دغه سیمه له مخالفینو پاکه کړي. په دې وروستیو کې د ډیورند پر پوله دافغان چارواکیو په وینا د بریدونو پیښې زیاتی شوی دی.

افغان چارواکی ادعاکوی چی دغه بریدونه زیاتره دپاکستانی پوځیانوله خوا تر سره کېږی خو پاکستانی چارواکی بیا دا نه مني.

ننګرهار له پاکستان سره اوږده پوله لري.

له بل پلوه دکونړپه ولایت کی د بهرنیو قواوو په یوه هوایي برید د سیمی اوسیدونکیو په وینا نهه تنه د ښوونځیو ماشومان وژل شوی دي.

دوی وایي چې دغه ماشومان ددغه ولایت د ماڼوګۍ ولسوالۍ په غرنۍ سیمه کې وژل شوي دي. دوی وایي چې اوس مهال په سیمه کې ښوونځي رخصت دي. دغه ماشومان کور ته د لرګیو راوړلو لپاره غره ته تللي وو چې د بهرنیو قواوو له خوا پرې هوایی برید وشو.

خو ایتلاف قواوو بیا په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دوی په دغه ولایت کې یو شمیر مخالفین هغه مهال ووژل چې د دوی پرمرکز یی برید وکړ. په برید کی یو ملکی کارکونکی زخمی شو، وروسته دوی پرې ځوابی برید وکړ چې په ترڅ کې یې نهه تنه مخالفین ووژل.

دغه پېښه پرداسې مهال رامنځته کیږی چې څو ورځې وړاندې هم په دغه ولایت کی د بهرنیو قواوو په برید کې یو شمېر ولسی کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG