د لاس رسي وړ اتصالات

د تورخم لاره په دریمه ورځ هم بنده وه


نن یې درېیمه ورځ پوره شوه چې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو د تورخم دروازه په مطلق ډول تړلې او سلګونه مسافر دزنځير دواړو غاړو ته ایسار دي.

د دغې دروازې د بندښت لوی لامل دادی چې افغان پوله ساتو ځواکونو دهغې غاړې یوې پوستې ته په خوړ د پاخه پول دجوړېدو مخالفت کړی افغان چارواکو دا کار دسرحدي اصولو خلاف ګڼلی دی

اسلام اباد کې د افغانستان سفیرډاکټر عمر زاخیلوال وايي چې چې د تورخم د ستونزی د حل په موخه د پاکستانی پلاوی سره دکابل څخه ددفاع او داخله وزارتونو د مذاکری د ګ‌‌‌‌‌‌ډ پلاوی مذاکرات همدا اوس بی نتیجی پای ته ورسیدل نو له کبله یی د تورخم بندر لا تر اوسه تړلی پاتی دی..

په تورخم ښارګوټي کې افغان غاړې ته ولاړ مسافر په ډېر بد حالت کې دي، په هوټلو کې ځای نشته او اکثرو خلکو په وچه ډاګه اړولي چې ښځې،ماشومان او ګڼ ناروغان هم پکې دي.

د پولې دواړه غاړې گڼ شمېر کورنۍ سختو مشکلاتو سره مخ دي
د پولې دواړه غاړې گڼ شمېر کورنۍ سختو مشکلاتو سره مخ دي

دوی وايي افغان او پاکستاني چارواکي دې ژر دغه مسله اواره کړي .

په دغه زنځیر هره ورځ لسګونه زره مسافر تګ راتګ کوي.

په سیمه کې یوازې د لار بندۍ او خلکو دستونزو خبره نه ده، ددواړو هېوادونو سرحدي ځواکونو هم یو بل ته مورچې نیولي دي.

د ننګرهار والي سلیم کندزی وايي ممکن دغه ستونزه ژر اواره شي.

نوموړی وايي:" یو پلاوی له کابل څخه همدا اوس راغی او دغه مسله به ژر انشاء الله حل شي"

هغه وايي په یو شمېر سیمو کې پاکستانیو ځواکونو دې غاړې ته نوي خوځښتونه کړي دي،چې کله هم دغسې چارې نه شي زغملی .

خو د ډېرو خلکو باور دادی چې د افغانستان او پاکستان تر منځ دغه ستونزه یوازې د تورخم د زنځیر په تړل کېدو نه خلاصه کېږي،بلکې اهداف نور کېدلی شي.

دمشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار په جلال اباد کې خبریالانو ته وویل چې پاکستان د یوې بلې مسلې د راپورته کولو په لټه کې دی .

نوموړي وویل: " پاکستان په مختلفو شکلونوغواړي په افغان حکومت او خلکو فشار راوړي تر څو یوه بله معضله او معمی پیدا کړي او سیاسي بحثونه او دمطبوعاتو خوله بل طرف ته واړوي".

هغه وايي که د تورخم ستونزه له سیاسي حل لارې ووځي نو له افغان ځواکونو سره په ګډه به د جګړې میدان ته وردانګي .

ماشومان ،زنانه او ماشومان دریو ورځو نه د پولې د پرانستو په تمه ناست دي
ماشومان ،زنانه او ماشومان دریو ورځو نه د پولې د پرانستو په تمه ناست دي

د افغانستان او پاکستان منځ د ډیورنډ پر کرښه لانجه اوږده مخيینه لري،چې ډېر کله د دواړ هېوادونو نظامیان یو بل سنګرونه نیسي او ان په جګړه اوړي.

که څه هم تر اوسه لا د تورخم لارې د بېرته خلاصون کومه ژمنه نه ده شوې،خو په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ویلي چې افغانان دې دملي ګټو دساتنې په خاطر دې دغه ستونزې وګالي او په پلاوي یې غږ کړی چې د پاکستان شرطونو ته دې نه تسلیمېږي.

XS
SM
MD
LG