د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال امرخېل: د پاکستان په بریدونو کې ۳۵ افغانان وژل شوي


جنرال امرخېل: د پاکستان په بریدونو کې ۳۵ افغانان وژل شوي
جنرال امرخېل: د پاکستان په بریدونو کې ۳۵ افغانان وژل شوي

افغان سرحدي پوليس وايي چې له تېرو دوو مياشتو راهیسې پاکستان د افغانستان پر خاوره شاوخوا٥٥٠ توغوندي توغولي دي چې له امله يې د سيمې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ختيځو ولايتونو د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال امين الله امرخېل نن يوې خبري غونډې ته وویل، پدغو بریدونو کې ٣٥ تنه وژل شوي او٣٠ تنه نور زخميان شوي دي چې یو شمېر یې پوليس او زيات شمېر يې ملکي خلک دي.

امرخېل وايي پر دغو بريدنو سربېره، د تر لاسه شويو راپورونو پر بنسټ پاکستان تر پنځوس ځلو زيات له سرحدي اصولو او مقرراتو سرغړونه کړې ده؛ دى وايي دغه هېواد خپل کسان په صفري نقطو کې ځاى پرځاى کړې دي چې په وينا يې له دې لارې يې د ډيورنډ له پولې د افغانستان لور ته ډېره خاوره لاندې کړې ده.

امرخیل وايي: په دې اړه یې تر لاسه شوي کره اسناد د افغانستان پر مقاماتو سربېره بهرنيو هېوادونو ته هم سپارلي دي.

جنرال امرخېل خبردارى ورکړ چې که په سلام آباد کې د پاکستان، افغانستان او بهرنيو ځواکونو په ګډه درې اړخيزه غونډه کې چې په دې نږدې راتلونکې کې جوړېږي دغې مسالې ته د حل لار ونه ايستل شي نو ددې مسالې دحل پرېکړه به بياافغان ولس کوي چې د پاکستان ددغو سرغړونو په اړه خپله وروستۍ پرېکړه څرګنده کړي.

د رپوټونو له مخې، جمهور ریيس کرزي په دې اړه خپله اندېښنه د پاکستان له جمهور ریيس سره شریکه کړې ده. دواړو جمهور رییسانو په تهران کې د ترورېزم په اړه په جوړ شوي کنفرانس کې خبرې کړي دي. رپوټ وايي چې، د پاکستان جمهور رییس آصف زرداري ددغو بريدونو په اړه ناخبري ښودلې ده.

د پاکستان يو شمېر سياستوالو هم پر افغانستان دغه بريدونه د مطبوعاتو له لارې غندلي دي.

همدا څه موده مخکې، د دواړو هېوادونو لوړ پوړيو چارواکو په سيمه کې د امن، اقتصادي پرمختګ او يو شمېر نورو ټولنيزو مسايلو په اړه بحثونه وکړل او يو شمېر تړونونه يې هم لاسليک کړل.

XS
SM
MD
LG