د لاس رسي وړ اتصالات

پر افغان سرحدي سیمو د پاکستان لخوا د بمباریو د څیړنې ګډ کمیسیون جوړ شو


پر افغان سرحدي سیمو د پاکستان لخوا د بمباریو د څیړنې ګډ کمیسیون جوړ شو

پر افغان سرحدي سیمو د پاکستان لخوا د بمباریو د څیړنې ګډ کمیسیون جوړ شو

جمهور رییس حامد کرزي او د پاکستان صدراعظم، سید یوسف رضا ګیلاني، د داسې یوه ګډ کمیسیون پر جوړولو هوکړه کړیده چې د افغانستان پر ختیځو سرحدي ولایتونو باندې به د وروستیو راکټي بریدونو ارزونه وکړي.

د ارګ په یوې مطبوعاتي اعلامیه کښې ویل شوې چې دواړو مشرانو په تلفون خبرې کړې او د روانې لانجې د حل سملاسي غوښتنه یې کړېده.

جمهور رییس کرزي د افغانستان د دفاع وزیر، عبدالرحیم وردګ، ته ویلي چې په ګډ کمیسیون کې دې د افغانستان استازیتوب وکړي.

افغان چارواکي وايې له تیر څو اوونیو راهیسي د ننګرهار او کنړ ولایتونو پر ځينو ولسوالیو باندې له پاکستان نه توغندي ویشتل شوې چې ډیر انساني او مالي زیانونه یې اړولي دي.

XS
SM
MD
LG