د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان، پاکستان او منځنۍ آسیا د مخدره موادو خلاف ګډه مبارزه کوي


افغانستان، پاکستان او منځنۍ آسیا د مخدره موادو خلاف ګډه مبارزه کوي

افغانستان، پاکستان او منځنۍ آسیا د مخدره موادو خلاف ګډه مبارزه کوي

د افغانستان، پاکستان، روسیې او د منځنۍ اسیا د هیوادونو ترمنځ د مخدره موادو او د قاچاق د ستونزې د اواري په موخه ګډه ناسته چې نن په کابل کې پيل شوه، ددغو هیوادونو له مخدره موادو سره د مبارزې چارواکو هوکړه وکړه چې د نشه يي موادو د ستونزې په له منځه وړلو کې به ګډ اقدامات کوي او مشترک مسؤلیتونه به اخلي.

دا دوه ورځنۍ ناسته چې د ګډې ستونزې سره د مشترکو مسؤلیتونو تر عنوان لاندې جوړه شوې وه، د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې وزیر وویل د مخدره موادو د قاچاق او تولید په مخنیوي کې د سېمې له هیوادو له مرستو پرته بله چاره نه لري او نړۍ دې افغانستان یوازې نه ګرموي.

ضرار احمد مقبل زیاته کړه یوازې سږ کال په افغانستان کې د درې سوه پنځه شپېتو ټنو مخدره موادو د تولید قاچاق اروپا او نورو هیوادونو ته، له پاکستان، ایران او روسېې شوی او له ګډې مبارزې پرته افغانستان ددې توان نه لري چې د مخدره موادو مخه ونیسي.

هغه وویل افغانستان د غونډې برخوالو ته له مخدره موادو سره د مبارزې په لار کې د همغږۍ د ګډ ستراتيژيک مرکز د پرانستو وړاندیز هم کړی، چې مسکو په غونډه کې منل شوی خو لا عملي شوی ندی.

ضرار احمد مقبل: ‪"دا مرکز کولای شي د سیمې ټولو هیوادونو ته فرصت په لاس ورکړي، چې د مخدره موادو د قاچاقبرانو په پېژندنه کې اطلاعات، د قاچاق مافیايي شبکې، د قاچاق ګرځنده مالي عواید، د مخدره موادو د تولید فابرېکې همدا ډول مشترک عملیات او د مخدره موادو کاروانونه، ذخېرې، لابراتوارونو او د قاچاقبرو په نېولو کې په ګډه په همغږۍ اقدامات وکړي.‪"

پدې ناسته کې د روسېې د مخدره موادو د کنټرول مشر ویکټور فيټرویچ اوانوف بیا په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د مخدره موادو د مبارزې په ستراتيژۍ نېوکې وکړې وې ویل چې مؤثره نه وه.

هغه زیاته کړه د مخدره موادو مبارزه دې د ایساف په ماموریت کې اضافه شي او ملګري ملتونه دې دا مبارزه په رسمي ډول وپيژني.

دا غونډه به تر سبا دوام وکړي او افغان چارواکي تمه ښيي چې مهمو پرېکړو ته به ورسیږي.

XS
SM
MD
LG