د لاس رسي وړ اتصالات

افغان او پاکستاني مشرانو د اړیکو د ښه کولو لپاره خبرې پیل کړي


افغان او پاکستاني مشرانو د اړیکو د ښه کولو لپاره خبرې پیل کړي
افغان او پاکستاني مشرانو د اړیکو د ښه کولو لپاره خبرې پیل کړي

د افغانستان او پاکستان حکومتونه وايي دواړو موافقه کړې ده چې په ناکراره سیمه کې د ارامئ او سولې د راوستلو په خاطر یو شریک کمیسون جوړ کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول نن د پنجشنبی په ورځ، د خپلو دوه اړخیزو خبرو نه وروسته په اسلام اباد کی د یوه مشترک مطبوعاتي کانفرانس په دوران کې دغه اعلان وکړ.

قریشي وویل چې په گډ کمیسون کې به د افغانستان او پاکستان د خارجه وزارتونو ماموران، پوځی افسران او د استخباراتو کارکوونکي برخه ولري او هدف به یې دا وي چې په سیمه کې د امنیت د راوستلو او سولې لپاره کار شروع کړي.

د دواړو خارجه وزیرانو وویل موافقه یې کړې چې په اصطلاح یو نوی فصل د دواړو ملکونو په اړیکو کې پرانیستل شي او په خپلو منځونو کې د باور او اعتماد د راپېدا کولو فضا پیاوړې کړي.

قرېشی او زلمي رسول ووېل چې دواړو خواو موافقه کړې ده چی ټرورزم به له منځ نه وړي او هم به طالبانو سره د سولې دخبرو او ملکي ژوند کی د طالب جنگیالو د شاملولو د پروگرام په اړه خپله همکاري زېاته کړي.

هغوی وویل چې دغه پروگرام په سمه لاره روان دی. ټاکل شوې ده چې د افغانستان، پاکستان او امریکا تر منځ مشترکې خبرې بله میاشت په واشنگټن کې پیل شي.

XS
SM
MD
LG