د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د افغانستان تورونه رد کړل


جمهور ریس کرزي وویل چې د طالبانو سره به نور د سولې خبرې نه کوي او پر ځای به یې د پاکستان سره مستقیما خبرې وکړي.

جمهور ریس کرزي وویل چې د طالبانو سره به نور د سولې خبرې نه کوي او پر ځای به یې د پاکستان سره مستقیما خبرې وکړي.

پاکستان په کلکه د افغانستان هغه تورونه رد کړي چې ویلي یې دي برهان الدین رباني په وژنې کې پاکستان لاس لري.

په عین وخت کې، د پاکستان حکومت د هغو وسله والو ډلو سره د خبرو وړاندیز کړی چې د تشدد نه لاس اخلي.

پرون ماښام ناوخته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په سختو ټکو کې د افغانستان لخوا په پاکستان باندې د سولې د عالي شورا د ریس د وژلو د تورونو په لګولو انتقاد وکړ.

د افغانستان پخوانی جمهور ریس او د سولې د شورا ریس کوښښ کاوه چې د طالبانو په شمول د وسله والو ډلو سره خبرې وکړي. خو هغه په یوه ځان مرګي برید کې ووژل شو.

د کورنیو چارو وزیر بسم الله خان د شنبې په ورځ ادعا وکړه چې د په دغه برید کې د پاکستان د استخباراتو سازمان یا ای اس ای لاس درلود. هغه وویل چې برید کوونکی پاکستانی و.

اسلام اباد په سختو الفاظو دغه تورونه بې ځایه، غیرمسولانه او د تاسف وړ وبلل.

دا د پاکستان د صدراعظم، یوسف رضا ګیلانی د هغو خبرو تایید کوي چې د شنبې په ورځ یې کړې.

ګیلاني وویل چې موږ تیار یو چې د افغانستان سره د استخباراتو او نورو برخو کې همکاري وکړو. خو هغه وویل چې زه غواړم خپل ورور ته چې منظور یې د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی و ووایم چې په دې اړه سو تفاهم شوی دی.

ګیلاني زیاته کړه چې په پاکستان باندې د رباني د وژنې شک نه شي کیدای ځکه چې پاکستان د رباني یو ښه ملګری و.

د حقاني شبکې په اړه له جزیاتو ورکولو ډډه کول

د ګیلاني له قوله پاکستاني ورځپانو ویلي دي چې هغه پرون وویل چې سولې ته به موقع ورکړي. هغه همدا راز د پوځي ډلو سره چې د تشدد نه لاس اخلي د خبرو وړاندیز وکړ. په یو خصوصي غونډې کې چې د ځایي ورځپانو سره یې وکړ ګیلاني د حقاني د ډلې په هکله د جزیاتو د ورکولو نه ډډه وکړه.

ددغې ډلې په هکله د امریکا د لوی درستیزانو ریس، امیر البحر مایک مولن ویلي دي چې هغه د پاکستان د استخباراتو د ادارې یا ای اس ای د ښی لاس په توګه کار کوي.

بل خوا ته بیا، پرون بي بي سي د سراج الدین حقاني له قوله وویل چې ډله یې د رباني په وژلو کې لاس نه لري.

هغه همداراز وویل چې ډله یی د ای اس ای سره تړاو نه لري او دا چې ډله یې د طالبانو برخه ده.

د ښاغلي رباني وژنه به په افغانستان کې د پخلاینې په راتلونکي سخته اغیزه وکړي.

د شنبې په ورځ جمهور ریس کرزي وویل چې د طالبانو سره به نور د سولې خبرې نه کوي او پر ځای به یې د پاکستان سره مستقیما خبرې وکړي.

پروفیسر حسن عسکر چې د پنجاب په پوهنتون کې د سیاسي چارو د پوهنځي پخوانی مشر دی وایي چې پاکستان به دغه و نه مني.

"پاکستان به د کرزي سره په دغه موضوع باندې خبرې و نه کړي. پاکستان تاکید کوي چې دوی دې ولاړ شي او د هغو ډلو سره دې خبرې وکړي چې په افغانستان کې دي. پاکستان به د هغو ډلو سره خبرې وکړي چې په پاکستان کې دي او ښکاره ده چې پاکستان په دې نه دی خوشحال چې افغانستان بیرته د تورونو د لګولو لوبه پیل کړي. هغه پالیسي چې هر هر څه چې په افغانستان کې کیږي ملامتي یې په پاکستان اچول کیږي".

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، مارک ګروسمن به په راتلونکو څو اونیو کې اسلام اباد ته او بیا کابل ته سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG