د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د سیمې د څلورو هیوادونو، افغانستان، پاکستان، تاجکستان او روسیې د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره نن ماسپښین د تاجکستان پلازمینې دوشنبې ته ولاړ.
په دې غونډه کې چې سبا د جمعې په ورځ کیږی، ولسمشران حامد کرزی، امام علي رحمانوف، دیمتري میدویدوف او اصف علي زرداري، د ترورزم، سخت دریځی، د مخدره موادو د ستونزو او د څلورو ګاونډیو هیوداونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په لارو چارو خبرې کوي.
د غونډې په پای کې به په یو خبري کنفرانس کې ګډه اعلامیه هم خپره شي.
جمهور رئیس حامد کرزي نن دوشنبۍ ته له ورسېدو سم وروسته د تاجکستان له جمهور رئیس سره وکتل.
دواړو مشرانو له تاجکستان څخه افغانستان ته د بریښنا د مزو د غځولو خبر ورکړ او ویې ویل چې ددې پروژې کار د تاجکستان له لورې پای ته رسیدلی او ژر تر ژره به دا پروژه ګټې اخیستو ته چمتو شي.
امام علي رحمانوف همداشان د اورګاډي هغه پروژه چې له چین څخه تاجکستان او بیا افغانستان ته غزیږي خورا مهمه وګڼله او له هغې څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړ.
د تاجکستان ولسمشر همداشان وویل ډیر ژر به د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پنځم ارتباطي پل کار پیل شي چې نه یوازې به اقتصادي او ترانسپورتي ګټې ولري بلکې د زده کړو او تحصیل په چارو کې به محصلینو ته هم اسانتیاوی رامنځ ته کړي.