د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او پاکستان د ترانزیت تړون نهايي شو


د افغانستان او پاکستان د ترانزیت تړون نهايي شو
د افغانستان او پاکستان د ترانزیت تړون نهايي شو

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزيټ او تجارت د موافقتنامې وروستی اقدام یعنې د تصدیق اسناد نن په کابل کې د افغانستان د سوداګرۍ د وزیر او په کابل کې د پاکستان د سفیر ترمنځ لاسلیک شول.

دا د دې موافقتنامې چې دوه میاشتې مخکې امضاء شوې د قانوني مراحلو وروستۍ پاڼې وې چې لاسلیک شوی او له یوې میاشتې وروسته به د تړون د مادو عملي کول پيل کیږي.

د سوداګرۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي اشنا تلویزیون ته وویل چې ددې تړون دا وروستۍ برخه د افغانستان او پاکستان د دواړو جمهور رئیسانو له خوا لاسلیک شوی او د تعمیل وخت یې لنډ دی.

هغه زیاته کړه دوی له پاکستاني چارواکو سره پدې اړه غږیږي چې کومې مادې لومړی عملي شي او کار پرې پیل شي.

ډاکټر انوارالحق احدي, د سوداګرۍ وزیر:

"موافقتنامه ډېره جامع ده، ځېنې مواد ددې ډېر وخت غواړي چې عملي شي، زمونږه اصرار دا دی چې د ټرانسپورټ په حصه کې دا موافقتنامه له اولې ورځې عملي شي، پدې معنی کوم مال چې د افغان تجارانو کراچۍ ته را رسېدلی دی باید افغان تجارانو ته ددې موقع ورکړل شي، چې یا پاکستاني ټرانسپورټي کمپنۍ او یا افغان ټرانسپورټي کمپنۍ استخدام شي، چې په خپله دا مال له کراچۍ وکاږي."

بل لورته په کابل کې د پاکستان سفیر محمد صادق خان بیا وویل چې ددې تړون د مراحلو په تکمیل کې ځنډ ندی راغلی بلکې چټکي پکې هم شوی ده.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزيټ او تجارت تړون دوه میاشتې مخکې د افغانستان او پاکستان د چارواکو له خوا لاسلیک شو خو لا هم د ددې تړون د عملي کېدو په سر له خلکو سره اندېښنې وې خو د سوداګرۍ وزیر انوارالحق احدي بیا وايي د هر تړون اجرا‌ء وخت ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG