د لاس رسي وړ اتصالات

دننګرهار سرحدي پوليسود پاكستاني پوځيانوپربريدعكس العمل ښودلى


دننګرهار سرحدي پوليسود پاكستاني پوځيانوپربريدعكس العمل ښودلى
دننګرهار سرحدي پوليسود پاكستاني پوځيانوپربريدعكس العمل ښودلى

دننګرهار سرحدي پوليس وايي چې پاكستاني پوځيانوددوي پرسرحدي پوستووسله وال بريدونه كړي او دوي هم د دغوبريدونوپروړاندې عكس العمل ښودلى اواوس يې پوځيان دتيارسۍ په حالت كې دي

دسرحدي پوليسولومړۍ ليواقوماندان مل پاسوال امين الله امرخيل په وينا دغوقواوودننګرها رولايت ګوشتې ولسوالۍ په مربوطاتوكې پريوشمېرپوستودسپكواودرنووسلوبريدونه وكړل چې ددوي قواووهم ددغوبريدونوپروړاندې پرځوابي بريدلاس پورې كړدى وايي په دغوبريدونوكې ددوي قواووته كوم زيان نه دى رسېدلى .

دى وايي دوي خپلوسرحدي ليكوته وسلې لېږدولي اوددښمن په ورانډې ټينګ سنګر نيولى دى .امرخيل ګواښ وكړ چې ددوي دصبركاسه ډكه شوې نورله زغمه وتي ،دې ته تياردي چې خپل پوځيان جګړې ته وهڅوي اودپاكستاني پوځيان پروړاندې يې وجنګوي .

جنرال امرخيل په خپلوخبروكې په جلال ابادكې دپاكستان قونصل هغه خبرې ردكړې چې ويلي يې وو ددوي پوځيانو پرافغاني لوري بريد ندى كړى.

ده وويل دسيمې خلك ددغوبريدونو په اړه دننګرهار والي ته هم په شكايت راغلي وو.داپه يوې اونۍ كې دويم پرلپسې بريد دى چې دافغان چارواكيوپه وينا پرافغاني پوليسوترسره كېږي .تردغه بريده دوه ورځې وړاندې هم پاكستاني پوځيانوديادولايت پريوشمېرسرحدي پوستوبريدونه كړي وو.په جلال ابادكې دپاكستان قونصل دفغان پوځيانودغه دعوه ردكړه .

XS
SM
MD
LG