د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: کراچۍ کې مو د القاعدې معتبر مشر ونیو


پاکستان: کراچۍ کې مو د القاعدې معتبر مشر ونیو

پاکستان: کراچۍ کې مو د القاعدې معتبر مشر ونیو

پاکستان وايی د دوی امنېتی قواوو د القاعدې دغه معتبر غړی چې ېمني الاصله دی، د کراچۍ په بندری ښار کې توقیف کړیدی.

د پاکستان پوځ د سه شنبی په ورځ په یوه خبر لېک کې دا سړی د محمد قاسم علي یعقوب په نامه معرفي کړ. د هغه لقب ابو شعېب الماکي دی.

په دغه خبرلېک کې ویل شویدي چې الماکی د اسامه بن لادن سره مستقیما کار کاوه او د پاکستان او افغانستان د سرحد تر منځ به یې فعالیت کاوه.

د پاکستان په خبرلېک کې ویل شويدي چې ددغه سړي نیول کېدل، د القاعده د شبکې د فعالیتونو په برخه کې، چې په دې په سېمه کې، څه ډول فعالیت کوي، غټ انکشاف دی.

که څه هم په دې برخ کې نور تفصېلات ندی ورکړل شوي ځکه دا ممکنه نه وه چې د الماکی په برخه کې نور معلومات ترلاسه شي.

XS
SM
MD
LG