د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن کې د پاکستان سفیر وايي استعفی کوي


واشنګټن کې د پاکستان سفیر وايي استعفی کوي
واشنګټن کې د پاکستان سفیر وايي استعفی کوي

په واشنګټن کې د پاکستان سفېر حسېن حقاني وايي چمتو دی چې د خپلې دندې نه استعفا وکړي.

هغه دا وړاندیز د هغو اوازو له خپرېدو نه وروسته وکړ چې وايي د پاکستان حکومت د امریکا نه مرسته غوښتې وه چې په پاکستان کې دې د یوې بلې پوځي کودتاه په مخنیوي کې مرسته وکړي.

حسین حقاني وویل غواړي چې د خپل ملک د ګټو په خاطر د خپلې وظیفې نه استعفا وکړي. نوموړی اسلام اباد ته د سلا او مشورې لپاره غوښتل شوې دی.

خو ښاغلي حقاني هغه اوازې رد کړي دي چې وایې کوم یادداشت چې ېوه پاکستاني الاصله امریکايي تاجر، سږکال په مۍ کې په دې اړه د پاکستان د جمهور رېس اصف علي زرداري له خوا د امریکا د پوځ د سترو درستیزانو د کمیټې پخواني ریس مایک مولن ته ورسپارلی ؤ، متن یې حسین حقاني لیکلی ؤ.

نوموړي پاکستاني الاصله امریکايي تاجر تیره میاشت د لندن د فایننشیل ټایمز په ورځپاڼه کې ددغه یادداشت په اړه یوه مقاله چاپ کړه او ویې لیکل چې ښاغلي زرداري ورنه غوښتي ؤ چې د یوې بلې احتمالي پوځي کودتاه د مخنیوي په خاطر دې د امریکا حکومت ورسره مرسته وکړي.

ویل کیږي چې د پاکستان جمهور ریس سره دا اندېښنه پېدا شوې چې سږکال په ایبټ اباد کې د امریکايي کومانډو عسکرو په لاس د القاعدې د پخواني مشر، اسامه بن لادن د وژلو نه وروسته شاید پوځیان د حکومت پر خلاف کودتاه وکړي. کله چې د مخصوصو ځواکونو حمله کوله نو امریکايي چارواکو د پاکستان حکومت ته هیڅ اطلاع نه وه ورکړې چې له امله یې د پاکستان او امریکا اړیکې خرابې شوې. د پاکستان حکومت لا تر اوسه د حسین حقاني وړاندیز ته ځواب نه دی ورکړی.

XS
SM
MD
LG