د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ د یاغیانو ملا ورماته کړیده، کیاني


د پاکستان پوځ د یاغیانو ملا ورماته کړیده، کیاني
د پاکستان پوځ د یاغیانو ملا ورماته کړیده، کیاني

د پاکستان د پوځ لوی درستیز اشفاق کیاني وایي چي دده قواو د یاغیانو چي د طالبانو او القاعدې سره تړاو لري " ملا ماته کړې ده. "

هغه دا وینا وروسته له هغه وکړه چي واشنګټن داسي انتقادونه وکړل چي د پاکستان امنیتي قواو د یاغیانو سره په جګړه کي پوره کار نه دی کړی.

اشفاق کیاني نن د شنبې په ورځ وویل چي " که خدای وغواړي، موږ به ژر بریالي شو. " هغه دا وینا د اسلام آباد په شمال کي د پاکستان د اردو په اکاډمۍ کي وکړه چي د هغه ملک په تلویزیون کي هم خپره شوه. کیاني په خپلي دې وینا کي وویل چي پاکستان په ټولو داخلي او خارجي ګواښونو چي ورته متوجه دي ښه پوهیږي.

امریکایي چارواکي د پاکستان نه غواړي چي د هغه هیواد د شمالي وزیرستان په سیمه کي چي ویل کیږي هلته د حقاني د ډلي او افغاني طالبانو د پټیدو ځایونه دي، نظامي مبارزه وکړي.

پاکستان د افغانستان په ثبات کي د امریکا د هلوځلو د پاره ډیرزیات اهمیت لري، مګر د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکي وروسته له هغه خړي پړي شوې چي د

( سي آي اې ) یوه قراردادي د جنوري په میاشت کي د لاهور په ښار کي په دوو تنو پاکستانیانو باندي ډزي وکړې او هغوي یې ووژل.

XS
SM
MD
LG