د لاس رسي وړ اتصالات

د عاشورا د مراسمو دپاره امنیتي چمتووالی

  • شایسته سعادت

پاکستان په زرهاو اضافي سرتیري او امنیتي قواوې د هیواد په گوټ گوټ کې د څارنې پر دندې گمارلي تر څو د اقلیتي شیعه ډلی په وړاندې د فرقه یي تشدد مخه ونیول شي.

په زرهاو پولیس او ملیشه سرتیري به په ځیر د مذهبی مراسمو څارنه پداسې حال کې کوې چې شیعه گان په دودیزه بڼه په معلومدارو او ټاکل شویو سړکونو باندی د لاریون په ترڅ کې ځان د مراسمو ځای ته رسوي.

د شیعه او سني ډلو ترمنځ تشدد په تیرو دریو کلونو کې خپل اوج ته رسیدلی دی. د بشري حقونو د څار د ډلې د رپوټونو پر بنسټ د دوه زره دولسم نه را پدې خوا د پاکستان په فرقه یي بریدونو کې اته سوه شیعه گان وژل شوي دي.

دا په دوه زره دولسم کې د عاشورا د مراسمو په ترڅ کې د تیر برید ټپیان دي.

دا په دوه زره دولسم کې د عاشورا د مراسمو په ترڅ کې د تیر برید ټپیان دي.

ددې ترڅنگ د شیعه جوماتونو د امنیت د ساتلو دپاره ملیشه قواوې په دندو گمارل شوي دي. پوځ په خورا حساسو سیمو کې زیات شمیر پولیس او څارونکي هم په څار گمارلي. په کراچي کې د پوځ ویاند وایی دوي پر حالاتو د پوره کنترول دپاره د دریو ځواکونو محافظوي کرښه په نظر کی نیولې چې پولیس او ملیشه به په لومړي سر کې د ستونزو سره مقابله کوي.

د موتر سایکل چلول به پدې ورځو باندی منع وي او په حساسو سیمو کې ځانگړی کمرې هم پر سیمو او حالاتو باندې څار ته دوام ورکړي. د هوایي پروازونو له لارې به هم د څار ماموریت جاري وساتل شي تر څو د دې مراسمو په ترڅ کې د شیعه مذهبو پوره ساتنه وشي.

د موبایلونو استعمال به هم په ځینو ځانگړو ښارونو او د عاشورا د مراسمو په مرکزي سیمه کې منع وي.

د پولیسو لوړ پوړی چارواکی ملک لیاقت پدې اړه داسې وویل «امنیتي ځواکونه د تیارسۍ په حال کې دي ځکه د گواښونو کچه هم لوړه ده. له همدې کبله مونږ د ډېرو غوره منابعو په کار اچولو سره او امنیتي پوستو ته د سرتیرو په استولي سره دامنېت لپاره ترتېبات نیولي دي چې په هیواد کې پنځه زره د رۍ سوه نهه شپیته مذهبي غونډو او شپږ سوه شپاړس لاریونونو دپاره امنیت وساتلای شو.»

د پاکستان په گوټ گوټ کې د عاشور ا دمراسمو نه مخکې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د پاکستان په گوټ گوټ کې د عاشور ا دمراسمو نه مخکې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

ځینی شیعه گان وایي دوي د مراسمو په ترڅ کې ځان خوندي احساسوي.

علامه بشیر حسین په لاهور کې وایي «امنیتي تدابیرو ته چې راشو نو مونږ د حکومت د اوسنیو تدابیرو څخه راضي او خوښ یو چې د محرم د مراسمو دپاره یی نیولي دی

خو ځینی نور بیا د تررستانو له خوا گواښ هم څه کم نه بولي.

الیاس علی زیدي یو شیعه ویرجن پدې اړه خپل نظر داسې څرگند کړ. «امنیتي ځواکونه خپلې دندې تر سره کوی خو تررستان هم ورځ تر بلې لا قوي کیږي مونږ دلته راځو او خپل ژوند ته خطر منو ځکه دا ویر باید دوام وکړي او مراسم تر سره شي.»

دا پداسې حال کې ده چې ددې میاشتی په پیل کې په پاکستان کې د ترهه گرۍ سره دمبارزې ملی ادارې ځینو حکومتی ادارو ته خبر داری ورکړی چې د اسلامي دولت د ډلی په وړاندی ځانته محافطتی تدابیر په نظر کی ونیسي.

داسې ښکاري چې د اسلامی دولت د ډلی تندلارو اوس خپله پاملرنه د پاکستان او افغانستان په لور چې له اوږدې مودې راهیسې د تندلارو پټنځای بلل کیږی، ور اړولې ده او غواړي چې لدی ځایونو څخه ځانته نور ملاتړی ور جلب کړی.

پدې ورځ تل د خونړیو بریدونو ویره خپره وي.

پدې ورځ تل د خونړیو بریدونو ویره خپره وي.

د پاکستان په شمال لویدیځو سیمو کې ځینی لیکونه تر سترگو شوي چې خلک پکی د اسلامی دولت د ډلی ملاتړ ته بلل شوی دی لږ تر لږه د طالبانو پنځه تنه قوماندانان او د ټیټی کچې دری تنه نور قوماندانان تر اوسه پورې د اسلامی دولت ډلی سره د همکارۍ ژمنه هم کړی ده.

خو بیا هم امنیتی قواو ویلي چې دا حرکت په افرادو پورې اړه لري او تردې دمه د اسلامی دولت ډلې په سیمه کې خپل شتون ندی ټینگ کړی.

XS
SM
MD
LG