د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان نه د القاعده د شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن د دریو میرمنو او نهو ماشومانو وتل د نورو ستونزوسره مخ شویدي.

د هغوي مدافع وکیل پرون د چارشنبې په ورځ وویل چې دا نده مالومه چې هغوي به کله د هغه هیواد نه واوځي.

د بن لادن کورنۍ د تیر کال د مې میاشتې نه وروسته کله چې هغه د ایبټ آباد په ښار کې پخپله کاله کې د امریکایي ځواکونو په چاپې کې ووژل شو، د پآکستاني چارواکو لخوا توقیف شوه.

امریکایي پوځیانو د بن لادن کورنۍ پخپله کاله کې پریښوده خو د هغه مړی یې د ځآن سره یوړ او وروسته یې په بحر کې واچاوه.

پاکستان د بن لادن د کورنۍ تحقیقات وکړل او وروسته یې د هغه په دریو کوڼدو میرمنو او دوه پیغلو لورګانو باندې دا الزام ولګاوه چې پاکستان ته په غیرې قانوني توګه ننوتي او اوسیدلي دي.

پدغو پنځو میرمنو باندې د اپریل په میاشت کې د 45 ورځو قید تیرولو سزا راختلې وه چې پرون پوره شوله.

د بن لادن کورنۍ په اسلام آباد کې په یوه کاله کې بندي وه چې په کلکه یې محافظت کیده.

د هغوي مدافع وکیل عاطف علي خان پرون د چارشنبې په ورځ وویل چې د مهال ویش سره سم پکار وه چې هغوي پرون د پآکستان نه وتلي وو خو د ځینو بیوروکراتیکو ستونزو له وجې وځنډیدل.

ښاغلي خان همدارنګه ویلي دي چې د پآکستان د کورنیو چارو وزارت تر اوسه هغه لازم اسناد ندي ورکړي چې له مخې یې د بن لادن کورنۍ کولی شي چې د پاکستان نه واوځي. او دا هم لا نده مالومه چې هغوي به دا کار کله کوي.

د بن لادن دوه کونډې میرمن د سعودي عربستان او دریمه یې د یمن اوسیدونکې ده.

په لومړي سر کې ویل شوی ؤ چې د بن لادن ټوله کورنۍ به سعودي ته استول کیږي خو د هغوي مدافع وکیل وایي چې ممکن میرمن امل احمد عبدالفتاح چې د یمن اوسیدونکې ده، د خپلو ماشومانو سره یو ځای یمن ته واستول شي.

سعودي عربستان په 1994 میلادي کال کې د بن لادن تابعت فسخ کړ ځکه چې هغه د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ پر ضد خبرې کړې وې.

د سعودي عربستان چارواکو تر اوسه د بن لادن د کورنۍ په ستنیدو باندې تبصره نده کړې او پاکستاني چارواکي هم ډیر لږ د هغوي په اړه په عامه توګه خبرې کوي او دا پوښتنه پیدا شویدي چې ولې د بن لادن کورنۍ د دومره اوږده وخت لپاره د پاکستان سره بندې وه.

XS
SM
MD
LG